اطلاعات روز: ارزګان کې باوري سرچینې وایي، چې د پنجشیر له جګړې یوازې د دغه ولایت مرکز ترینکوټ ته د طالبان ۲۵ وژل شوي کسان ور وړل شوي دي.
د سرچينو په وينا، ياد جسدونه د ارزګان ولايت مرکز ترينکوټ درفشان او پوزې سيمي ته د تېرې سې شنې ورځ (۲۲ د وږي) ور وړل شوي دي.
يوه سرچينه وايي، چې د درفشان سيمې ته د طالبانو ۲۰ جسدونه په يوه چورلکه کې انتقال شوي او هلته یې کورنیو ته سپارلي دي.
دغه سرچينه زیاتوي، اټکل کيږي چې د تلفاتو شمير تردې هم لوړ وي.
په ورته وخت کې يوه بله سرچينه بیا وایي، چې د ترينکوټ اړوند پوزې سيمي ته د طالبانو ۵ جسدونه چې د پنجشير جګړه کې وژل شوي وو، ور وړل شوي دي.
د سرچینې په وینا، وژل شوي کسانو کې د طالبانو دوه دلګي مشران هم شامل وو.
د پنجشیر وروستۍ جګړه کې طالبانو او «مقاومت جبهې» پر یو بل د جګړې په ډګر کې د درنې مرګ ژوبلې ادعاوې کړي.
د «مقاومت جبهې» وياند تيره ورځ د رسنيو سره په خبرو ادعا کړې، چې د پنجشير په جګړه کې یې ۷۱ طالبان وژلي دي.
په همدې حال کې بیا د طالبانو وياند ذبیح الله مجاهد هم ادعا کړې چې پنجشېر کې یې د «مقاومت جبهې» ۴۰ غړي وژلي او څه باندې ۱۰۰ کسان یې اسیران کړي دي.
وروسته له هغه چې طالبانو پر افغانستان ولکه ټینګه کړې پنجشېر کې د احمد مسعود په مشرۍ «مقاومت جبهې» غړو د طالبانو پر وړاندې جګړه پېل کړه.