انځور: پکتیکا ولایت پاڼه

پکتیکا کې د ډبرو سکرو د یوه لوی کان کیندلو چارې پیل شوې

اطلاعات روز: پکتیکا کې د طالبانو ولایتي مسوولین وايي، د دغه ولایت د مرکز ښرنې اړوند په «سپین څک» سیمه کې د ډبرو سکرو د یو لوی کان د استخراج چارې نن (پنج‌شنبه، ۲۴ د وږي) پیل شوې.

د پکتیکا ولایت لپاره د طالبانو والي عبدالله مختار وايي، دغه کان چې د قیصر بابا خصوصي شرکت ته په قرار داد ورکړل شوی د یو میلیون امریکايي ډالرو پانګونه ورباندې کیږي.

د والي په خبره چې د چارو له پیل سره هم مهال به سلګونه بې روزګاره ځوانانو ته هم د کار زمینه برابره شي.

مختار وویل: «مونږ نن ورځ دلته په پکتیکا ولایت کې د ډبرو سکرو د یو کان د کیندلو چارې رسما پیل کړې، چې د استخراج کارونه یې یو خصوصي شرکت ته ورکړل شوې او زه د پکتیکا غیور ولس ته دا وایم چې په دې سره به زمونږ سلګونه بې روزګاره پکتیکا والو وروڼو ته هم په کې د کار زمینه برابره شي.»

په همدې حال کې بیا د دغه کان قرار دادي شرکت مسوولین وايي، دغه کان چې ۶۰ کیلومټره مساحت لري د ډبرو سکرو له یو ټن څخه به ۳۰۰۰ افغانۍ د دولت خزانې ته ورکول کیږي.

له دې څه اونۍ وړاندې د پکتیکا ولایت د سروضې ولسوالۍ اړوند په ګلرالدین سیمه کې هم د یو کان د کیندلو چارې پیل شوې.

پکتیکا د هیواد له هغو ولایتونو ګڼل کیږي، چې پکې طبیعي منابع خورا زیات دي او که په قانوني ډول استخراج شي، نو د خلکو په اقتصادي بساینه کې به مهم رول ولوبوي.