اطلاعات روز: لوګر کې د انګورو بڼوال له پیکه بازاره شکایت کوي او وايي، د نورو کلونو په پرتله یې په خرڅلاو کې د پام وړ کموالی راغلی دی.
د دغه ولایت د بڼوالو په خبره چې په تېر کې یې له انګورو حاصلاتو ښې پیسې تر لاسه کولې، خو وروستیو ورښتونو او د حاصلاتو لپاره د مناسب بازار نشتون هغه لاملونه دي چې تر اوسه یې ورته خپل قیمت هم نه دی پوره کړی.
د مرکز پل عالم یو تن بڼوال داود اطلاعات روز سره په خبرو کې د طالبانو د کرنې او مالدارۍ له ریاست غوښتنه وکړه، چې د دوی د حاصلات د خرڅلاو لپاره دې ورته هڅې وکړي.
د داود په خبره پخوا یې په ډلییزه توګه پاکستان او یا هم د هوا له لارې چین او نورو هیوادونو ته د انګورو حاصلات د خرڅلاو په موخه وړل کېدل خو د هغه په وینا چې سږ کال یې نه یوازې بهر ته نه دي صادر کړي بلکې په کور دننه یې هم بازار سوړ شوی دی.
هغه وویل: «دلته په لوګر کې په زیاته کچه انګور کیږي او هر څوک په خپلو ځمکو د انګورو باغونه لري او له دې لارې د خپلې کورنې اقتصادي اړتیاوې پوره کوي خو متاسفانه چې سږ کال یې بڼوالو ته یو زیان بارانونو ور واړوه او اوس د بازار نشتوالي له امله له بل تاوان سره مخ دي، نو زمونږ دا غوښتنه ده چې د تېر حکومت په څېر باید دوی له چین، هند او نورو هیوادونو سره خبرې وکړي تر څو د افغانستان انګور هماغه هیوادونو ته واستول شي.»
تېره ورځ په مرکز پل عالم کې د کورنیو حاصلاتو یو ورځنی نندارتون هم جوړ شوی و، چې مراسمو ته یې د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست هم ورغلی و.
د کرنې سرپرست عطاالله عمری بزګرانو ته ډاډ ورکړ، چې دوی به د مختلفو حاصلاتو د بازار او ساتنې لپاره کوټلي ګامونه واخلي.
هغه همدا راز د انګور بڼوالو ستونزې هم پر ځای وبللې او د حاصلاتو د ساتنې لپاره یې د ځانګړو خونو د جوړېدو یادونه وکړه.
په لوګر کې د جوړ شوي نندارتون پر مهال ۳۸ بېلابېلې د کرنیزو حاصلاتو غرفې نندارې ته اېښودل شوې وې.