کندهار کې د شیخ زاید روزنتون خپل فعالیت بیرته پېل کړ

اطلاعات روز: کندهار کې د شيخ زايد روزنتون مسوولين وايي، په دغه ولايت کې یې د بې سرپرسته يتيمانو د زده کړې او ساتنې خدمات له سره پېل کړل.

د شیخ زاید روزنتون کارکونکو تېره اونې اطلاعات روز ته ویلي وو، چې د طالبانو راتګ سره د یاد روزنتون چارې د بودیجې کمښت له امله دریدلې وې، خو نن (شنبه، ۲۶ د وږي) یې د بیرته فعالیدو خبر راکړ.

د ياد روزنتون مالي او اداري مدير محمد شفيق صادق اطلاعات روز ته وویل، د دغه روزنتون مالي ستونزې حل شوي او ټول ۱۱۰۰ بې سرپرسته يتيمان یې خپلو درسونو او ساتن ځای ته غوښتي دي.

صادق وایي، د يتيمانو د دغه روزنتون ټول لګښتونه د هماغې پخوانۍ عربي موسېسې (محمد بن راشد المقتوم) له لوري ورکول کېږي او پکې ټولو يتيمانو ته بېلابېلې اسانتياوې رامنځته شوي دي.

نموړی زیاتوي، تېر کلونه به دغې موسېسې له لوري ورته د کال شپږ لکه ډالر ورکول کېدل خو، د سږکال یې په اړه کره معلومات نه لري چې څومره به ورته ورکړل شي.

د ده په خبره، چې د کندهار په شيخ زايد روزنتون کې ۹۷ کارکونکي په بېلابېلو برخو کې کار کوي او له هغې جملې یې ۴۵ تنه ښوونکي دي.

د يادونې وړ ده چې د کندهار په شيخ زايد روزنتون د‌ ۲۰۰۳م کال راهيسې فعاليت کوي او اوس مهال پکې ۱۱۰۰ بې سرپرسته يتيمان روزل کېږي چې مالي امکاناتو د نشتون له امله يې چارې درېدلې وې خو نن بېرته له سره پيل شوې.