کونړ کې د داعش برید کې نهه طالب سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتې

اطلاعات روز: کونړ کې باوري سرچینې وایي، چې د دې ولایت څوکۍ ولسوالۍ کې پر طالبانو د داعش برید کې درې طالبان وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.

سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې تیره شپه (جمعه، ۲۵ د وږي) ۸:۳۰ دقیقې د څوکۍ ولسوالۍ اړوند «دیوګل  درې» سیمه کې د طالبانو د استخباراتو مدیریت سرتیري د ګزمې پرمهال د داعش ډلې له وسله وال کمین سره مخ شوي، چې پرمهال یې د یادې ولسوالۍ د استخباراتو مدیر اسرایل او مرستیال قریب الله په ګډون درې کسان وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.

سرچینه زیاتوي، په ټپیانو کې د څوکۍ ولسوالۍ د پولیسو د تروریزم مرستیال هم شامل دی.

هڅه مو وکړه په دې اړه کونړ کې د طالب چارواکو نظر هم ولرو، خو له هڅو سره سره یې د نظر په اخیستو بریالي نشو.

تراوسه داعش ډلې د یاد برید په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

له دې وړاندې هم په کونړ کې پر طالب سرتیرو د داعش ډلې له لوري د وسله والو بریدونو راپورونه خپاره شوي وو، خو کونړ کې طالب چارواکو رد کړي دي.