SM

زابل کې د پاکو اوبو دوې شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

اطلاعات روز: د زابل سیوري ولسوالۍ کې د یونیسف په مالي ملاتړ ۲۸۰ کورنیو ته د پاکو اوبو رسولو دوې شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د ياد ولايت لپاره د طالبانو د کليو پراختيا او بيا رغونې رییس مولوي حکمت الله رهبر وايي، د اوبو رسولو دغه دوې شبکې د شپږ ميليونه افغانيو په ارزښت د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا يونيسف موسېسې په مالي ملاتړ او HRDA موسېسې په تخنيکي همکارۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

نموړی زياتوي، د پاکو اوبو رسولو دغه پروژه په څلورو مياشتو کې بشپړه او تېره ورځ (جمعه، ۲۵ د وږي) ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

د هغه په خبره، له یادو اوبو څخه به هغه ۲۸۰ کورنۍ ګټه پورته کوي چې تر دې وړاندې یې پاکو اوبو ته لاسرسی نه درلود او د ناپاکو اوبو له امله په ډول ډول نارغیو اخته کیدل.

هغه د همکارو موسېساتو څخه د مننې ترڅنګ وويل، چې د زابل په نورو ولسواليو کې هم دغه ډول ستونزې شتون لري چې د همکارو موسېساتو سره یې په اړه غږیدلی دی.

حکمت الله غوښتنه کوي، چې خلک بايد په ګډه سره د عامه تاسيساتو ساتنه وکړي او په دې برخه کې خپل رول ادا کړي.

د يادونې وړ ده چې تردې وړاندې د زابل ولايت په سيوري ولسوالۍ کې د پاکو اوبو نشتون له امله خلکو له ناپاکو اوبو ګټه اخيسته چې پر مهال يې لسګونه کسان په شديدې نس ناستې ناروغۍ اخته کېدل.