اطلاعات روز: بلخ کې ځایي سرچینې وايي، په دغه ولایت کې د یوې میلمستیا پرمهال ۳۰ کسان مسموم شوي چې له ډلې یې پنځه تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
يوې سرچينې اطلاعات روز ته وويل، چې مسموم شوي کسان د مسافر وړونکو موټرو چلوونکي او د ترانسپورټي شرکت کارکوونکي دي، چې تېره شپه (شنبه، ۲۶ د وږي) په يوه کور کې راټول شوي وو.
د سرچينې په وينا، په دې پېښه کې پنځه تنه موټر چلوونکي، چې د فارياب ولايت اصلي اوسېدونکي دي، وژل شوي دي.
د یوه موټر چلوونکي خپلوان وایي، چې میلمانه د زهرجنې نوشابه تر څکلو وروسته مسموم شوي دي.
هغه زیاتوي، چې مسموم شوي کسان د کابل-بلخ لوی لارې د مسافر وړونکو موټرو چلوونکي او د دې لارې د ترانسپورټي شرکت کارکوونکي وو.
د هغه په وينا، مسموم شوي کسان په نس ناستې اخته شوي دي.
د بلخ امنیتي چارواکي دا پېښه تاییدوي؛ خو په اړه یې د معلوماتو له ورکولو ډډه کوي.