SM

د کابـل ـ جلال اباد پر لویه لار د ترافیکي پېښې له امله څلور کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

اطلاعات روز: لغمان کې د ترافیکو مسوولین وایي، چې د دغه ولایت اړوند د کابل-جلال اباد پر لویه لار د درې موټرو ټکر له امله درې تنه مړه شوي او یو بل ژوبل دی.

لغمان کې د طالبانو د ترافیکو مدیر مولوي حبیب الله مبارز یاده پېښه تاییدوي او وایي، چې دغه ترافیکي پیښه نن سهار (یکشنبه، ۲۷ د وږي) شاوخوا اووه بجې او څلویښت دقیقې د کابل ـجلال اباد پر لویه لار د «عزیز خان کڅ» سیمه کې رامنځته شوې ده.

نموړی زیاتوي، دغه ټکر د ټیلر،الټو او ټوډي موټرو ترمنځ رامنځته شوی چې په الټو موټر کې ناست درې تنه مړه شوي او یو بل ټپي شوی دی.

د هغه په خبره، په وژل شویو کسان کې د کونړ پوهنتون یو محصل هم شامل دی.

د موټر چلوونکو ګړندی تګ، د سړکونو خرابوال او د ترافیکي قوانینو نه مراعات کول هغه لاملونه دي، چې ډیری وخت د داسې پیښو د رامنځته کیدو لامل ګرځي.