تخار کې ناپیژانده کسانو د طالبانو یو غړی وژلی

اطلاعات روز: تخار کې سیمه ییزې سرچینې وايي، ناپیژانده کسانو په دغه ولایت کې د طالبانو یو سرګروپ قاري مسعود وژلی دی.

يوې سرچينې اطلاعات روز ته وويل، چې طالبانو دغه غړى تېره ورځ (شنبه، ٢٦ د وږي) شاوخوا ۷:۰۰ بجې د دې ولايت دشت قلعه ولسوالۍ په نوآباد کلي کې جومات ته پر لار د نامعلومو کسانو په برید کې وژل شوی دی.

تر اوسه چا یا کومې ډلې د دغه برید پړه پر غاړه نه ده اخیستې.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د کوکچې شاو خوا سیمو کې د کوچيانو او اصلي اوسېدونکو تر منځ له اختلافاتو او جګړو وروسته د طالبانو هدفي وژنې زياتې شوې دي.