ختیځ میشتي د مخابراتي شبکو له ټکني فعالیت شکایت کوي

اطلاعات روز: د ننګرهار یو شمیر اوسیدونکي په مرکز جلال اباد ښار او ولسوالیو کې د مخابراتي شبکو له کمزوري فعالیت شکایت کوي.

د دغه ولایت یو اوسیدونکي جاوید اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، د ننګرهار په مرکز او یو شمیر ولسوالیو کې مخابراتي ستونزې زياتې شوي، چې ډير کله د مخابراتي شبکو د ټکني فعالیت له امله له خپلو خپلوانو سره د اړيکو نيولو پرمهال  له ستونزو سره مخ وي.

جاوید زیاته کړه: «د ننګرهار په زیاتره ولسوالیو او جلال اباد ښار کې مخابراتي شبکې کار نه کوي ولسوالۍ خو لا څه کوي، چې ښار کې هم کار نه کوي؛ زیاتره وخت چې مونږ خپلوانو سره په مبایل خبرې کوو، نو یا پرې کیږي او یا یې غږ سم نه راځي نو ولسي خلک د مخابراتي شبکو کمزوري فعالیت ډیر زیات له ستونزو سره مخ کړي دي.»

د ننګرهار ښاریان د مخابراتي شبکو له کمزوري فعالیت شکایت کوی وایي، د اړیکې نیولو پر وخت هیڅ ښه غږ نه اوري. انځور: اطلاعات روز

د لغمان ولایت اوسیدونکي هم د مخابراتي شبکو له فعالیت راضي نه دي

د خلکو په خبره د دغه ولايت په يو شمېر ولسوالیو کې د مخابراتي شبکو فعالیت په نشت حساب دی او په ځينو هغو سيمو کې یې پوښښ بیا دومره کمزوری دی چې خلک د اړیکو نیولو پرمهال غرونو او یا لوړو ځایونو ته خیژي.

د مرکز مهترلام یو اوسیدونکي محمد ولي اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې د اړیکو نیولو سربیره  د انټرنېټ د کمزوري پوښـښ ستونزه هم جدي بولي او نيوکه کوي چې مخابراتي شبکو هغه ډول خدمات نه دي وړاندې کړي څنګه چې د خلکو غوښتنه ده.

نوموړی د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت څخه د یادې ستونزې دحل غوښتونکي دی.

 محمد ولي زیاته کړه:«د لغمان په مرکز مهترلام او نیږدې سیمو کې او زیاتره نورو ولسوالیو کې خو د مخابراتي شبکو فعالتی بیخي په نشت حساب دی او لامل یې همدا دی ، چې ستونزو ته دخلکو پاملرنه نه کیږي، نو غوښتنه مو دا ده چې باید مخابراتي شبکو کې شته ستونزې حل شي او هم دې د انیترنیټي خدماتو په برخه کې جدي اقدمات وشي، ځکه مصرف کیږي او کار نه کوي.»

د لغمان خلک وایي په ځینو سیمو کې مخابراتي شبکې هیڅ کار نه کوي او خلک د یوې اړیکې نیولو لپاره غرونو ته پورته کېږي. انځور: اطلاعات روز ته استول شوی

کونړ کې د مخابراتي شبکو د تت فعالیت له امله خلک کړیږي

کونړمیشتي هم له ورته ستونزو کړیږي او وایي، د مخابراتي شبکو دکمرزوري فعالیت له امله یې اړيکې یې ژر نه وصل کيږي او ډیر کله د اړيکو نیولو لپاره لوړو غرونو ته پورته کیږي، چې دا د ډیرو له وسې پورته ده.

د کونړ د ناړۍ ولسوالۍ اوسیدونکي سید رقیب ساپي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې دوی د ټلیفوني اړیکو ټینګولو لپاره د غوړیو له خالي پلاستیکي بوشکو څخه د انټن په موخه ګټه اخلي.

هغه زیاتوي ډیر کله د مخابراتي شبکو د تت فعالیت له امله نه یوازې د خپلو خپلوانو له احواله هم په اسانۍ نه خبریږي، بلکې د ژوند پر چارو او کارو بار منفي اغیز کړی.

سید رقیب زیاته کړه:«د کونړ په ناړۍ او همدارنګه دانګام، پیچ درې، ماڼوګي او نورو ولسوالیو کې مخابراتي شبکې هیڅ کارنه کوي، خو خلک د اړیکو نیولو لپاره غرونو او یا لوړ ځای ته خیژي او د انټن لپاره له پلاستکي پوشکو کار اخلي؛ د مخابراتي شبکو ستونزې د خلکو پر کاروبار او ژوند یې منفي اغیز کړی؛ ځکه ډیر کله چې له خپلو خپلوانو سره اړیکه نیسو نو ژر نه وصلیږي او له احواله یې نه خبریږو، غوښتنه مو دا ده چې باید د مخابراتي شبکو په برخه کې شته ستونزې حل شي.»

دکونړ په ګانډ نورستان کې خلک د مخابراتي شبکو د شته ستونزو د حل غوښتنې سربیره له مسولینو غواړي چې د مخابراتي شبکو د خدمتونو د ښه والي ترڅنګ دې لګښتونه هم راکم کړي.

د کونړ خلک غوښتنه کوي چې مخابراتي شبکې دې هم خپل کیفیت لوړ کړي او هم دې نرخونه راکم کړي. انځور: استول شوی

نورستان کې مخابراتي شبکې او د خلکو شکایتونه

محمد اسمعیل د مرکز پارون اوسیدونکی دی هغه اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې له مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت او خصوصي مخابراتي شبکو غوښتنه کوي چې په نورستان کې دې د مخابراتي شبکو کميت او کيفيت ته ځانګړی پام وکړي.

محمد اسماعیل زیاتوي:«له حکومت غوښتنه کوو چې د نورستان په مرکز او ولسوالیو کې دې د مخابراتي شبکو شته ستونزې حل کړي، ځکه خلک ورسره په زیاتو ستونزو کې ښکیل دي او همدارنګه غوښتنه کوو؛ چې د مخابراتي شبکو لګښتونه دې هم راکم کړي ځکه د خلکو اقتصاد خراب دی او مصرف زیات دی زیاتره خلک د څو مخابراتي شبکو سیمکارتونه استعمالوی خو بیا هم کار نه کوي.»

نورستانیان وایي، د اړیکو نیولو لګښتونه زیات دی او خلک یې د پرې کولو توان نه لري. انځور: استول شوی

په همدې حال ختیځ کې د اترا ادارې رییس رحیم الله شینواري اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبروکې د دغه ولایت په ځینو سیمو کې د مخابراتي شبکو د کمرزي فعالیت ستونزه تر یوې اندازې مني خو وایي، هڅه کوي د مخابراتي شبکو په برخه کې شته ستونزو ته د حل لار پیدا کړي.

شینواری زیاتوي دوي دغه راز د مخابراتي شبکو د غښتلتیا ، کیفیت ، کمیت او د بېو د راټيوالي لپاره کار کوي او هیله مند دی چې په دې برخه کې به يې شته هڅي يو ښه پایله ورکړي.

شینواري زیاته کړه:«مونږ هڅه کې یو، چې په نورستان او ټولو ختیځو ولایتونوکې د مخابراتي شبکو په برخه کې شته ستونزې راکمې کړو او د مخابراتو وزارت هڅه کوي چې په ټول هیواد کې د شته مخابراتي شبکو په برخه کې شته ستونزو ته دحل لاره پیدا کړي او همدارنګه د مخابراتي شبکو لګښتونه هم راکم کړو او په دې برخه کې زمونږ هڅې روانې دي او ښه پایله به ولري.»

چارواکي داسې مهال ختیځ کې د مخابراتي شبکو په برخه کې د شته ستونزو دحل ډاډ ورکوي، چې لا هم د ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان په لرې پرتو سیمو خلک د مخابراتي شبکو د کم رنګه فعالیت له امله له ستونزو کړیږي او په کلیو او بانډو کې لا هم خلک له انټرنېټي خدمتونو بې برخې پاتې دي.

د مخابراتو او معالوماتي تکنالوژۍ وزارت د معلوماتو له مخې د هیواد  شاوخوا ۹۰فیصده خلک یې له مخابراتي اسانتیاوو برخمن دي، خو دغو ستونزو ته په کتو څرګندېږي چې تر دې مهاله هم خلک د مخابراتي شبکو د بندښت له کبله له سختو ستونزو سره مخ دي.