ملګري ملتونه: پنجشیر کې د طالبانو له لوري د اسیرانو د وژلو ادعاوې دقیقې ښکاري

اطلاعات روز: کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما وايي، پنجشیر کې د طالبانو له لوري د اسیرانو د وژلو ادعاو په اړه راپورونه دقیق ښکاري.

دغه دفتر نن (دوشنبه، ٢٨ د وږي) په خپله فېسبوک پاڼه ليکلي چې په پنجشېر کې د بدلونونو په اړه څار ته دوام ورکوي.

یوناما ویلي: «د طالبانو له لوري د بندیانو د وژلو راپورونه دقیق ښکاري.عاملین باید ځواب ورکونکي وي.»

د ملګرو ملتونو دفتر ټینګار کړی چې د طالبانو څېړنې باید شفافې وي چې جدي وګڼل شي.

پنجشېر کې سیمه ییزې سرچینې ادعا کوي، چې طالبانو په دغه ولایت کې د تېرو څو ورځو جګړو په ترڅ کې د ولسي وګړو په ګډون د احمد مسعود په مشرۍ د «مقاومت جبهې» ۷۰ تنه تر اسارت وروسته په ډزو وژلي دي.

دغه سرچینې د طالبانو د تصویرونو او ثبت شویو خبرو اترو په استولو سره وايي، چې «مقاومت جبهې» غړي د طالب د ځواکونو د بګرام فرقې قومندان «حاجي فرهاد» په امر چې اوس مهال په دره ولسوالۍ کې میشت دی په ډزو ویشتلي دي.

دغه راز هغه انځورونه چې اطلاعات روز ورځپانې ته په لاس ورغلي، ښيي چې د «مقاومت جبهې» د ټولو وژل شویو کسانو لاسونه تر شا تړلي او په سرونو او مخونو ویشتل شوي دي.

پر خواله رسنیو هم  د جګړې د اسیرانو د ویشتلو ویډیوګانې خپرې شوې دي.

د طالبانو د دفاع وزارت ویلي، چې د دې ویډیوګانو په اړه څیړنې کوي او که ثابته شي چې دا ویډیوګانې نوې او د پنجشیر څخه دي، هغه کسان به بندیان او د قانون منګلو ته وسپاري چې لاس تړلي اسیران یې ویشتلي وي.

تر دې وړاندې هم طالبان څو ځلي د اسیرانو په وژلو او سرونو په پرې کولو تورن شوي دي.