SM

پکتیا کې د فوټبال لوبغاړي د مرکزي فدراسیون نه پاملرنې له امله نیوکه کوي

اطلاعات روز: د سویل ختیځ زون په مرکز پکتیا کې د فوټبال لوبغاړي په دغه ولایت کې د شته ستونزو نه هواري له امله د فوټبال په مرکزي فدراسیون نیوکه کوي او وايي، د نورو ولایتونو په پرتله یې پکتیا والو لوبغاړو ته پاملرنه خورا کمه ده.

ډیری لوبغاړي تر اوسه د تمرینونو او لوبو لپاره معیاري لوبغالی نه لري او د خاورو په میدانونو کې لوبې ترسره کوي.

د دغه ولایت لوبغاړي د لوبو لپاره د مناسب ځای، مېلمستون او نورو اړتیاوو له نشتوالي شکایت کوي، د دوی په وینا چې څو کاله وړاندې په مرکز ګردېز کې د زون په کچه لوبغالی جوړ شوی، خو د نه پاملرنې له امله لوبو ته مناسب نه دی.

پکتیاوال لوبغاړي وایي، میدان لري خو د لوبو لپاره مناسب نه دی هیڅ ډول اسانتیا نه لري. انځور اطلاعات روز

په دې اړه یو تن لوبغاړي نسیم واحدي وویل: «تاسو ته معلومه ده، چې پکتیا د سویل ختیځ زون مرکز دی، خو متاسفانه چې مرکز د نورو برخو ترڅنګ په فوټبال برخه کې هم دغه ولایت ته پام نه کوي، مرکزي فدراسیون مسوول دی چې د پکتیا د فوټبال لوبغاړو ستونزو ته رسېدنه وکړي خو متاسفانه چې تر اوسه یې نه دی کړې او بل مونږ دلته د لوبغالي برخه کې له زیات مشکل سره مخ یو، په لوبغالي کې چمن بیخي له منځه تللی دی او هم نور امکانات نه لري.»

د دوی په وینا چې په لوبغالي کې د چمن او د سیلانیانو د ناستې ځای تر ډېره له منځه تللي او لوبغاړي پکې په خورا ستونزمن حالت کې لوبې ترسره کوي.

د دغه ولایت د فوټبال لوبغاړي همدا راز د نورو ولایتونو د لوبغاړو د اوسېدو لپاره په ګردېز کې د یو معیاري مېلمستون جوړېدل هم اړین بولي او زیاتوي چې اوس نه شي کولی د لوبو لپاره له نورو ولایتونو لوبډلې راوبولي.

د نور الرحمان په نوم یو بل لوبغاړي داسې وویل: «مونږ په لوبغالي کې د سیلانیانو لپاره ناستې مناسب ځای نه لرو، په لوبغالي کې چمن په نشت حساب دی او هم داسې وسایل نه لرو چې هلته دې په کې تمرینات ترسره شي، د دې سربېره فدارسیون د پکتیا لوبډلې لپاره په نورو ولایتونو کې د لوبو زمینه هم نه برابروي، چې دا له یو ولایت سره ښکاره توپیري چلند دی.»

د پکتیا وال ځوانانو د فوټبال یوه لوبډله چې د مرکز ګردیز په میدان لوبې کولو ته چمتو ده. انځور: ټولنیزې رسنۍ

په پکتیا ولایت کې د فوټبال مینوال هم په دغه ولایت کې د فوټبال وضعیت د اندېښنې وړ بولي او وايي، لوبغاړو ته په کتو باید مرکزي اداره دغه ولایت ته د زون په کچه ځانګړې پاملرنه وکړي.

دوی وايي، له پکتیا والو سره دې په ورزش برخه کې توپیري چلند ته د پای ټکی کېښودل شي او د دغه ولایت پیاوړو لوبغاړو ته دې په ملي او نورو لوبډلو کې د لوبو چانس ورکړل شي.

جمیل د پکتیا ولایت د مرکز ګردېز اوسېدونکی: «پکتیا ته په ورزش برخه کې هیچا هم پام و نه کړ، که هغه فوټبال دی، کرکټ او یا هم نورې لوبې، نو زمونږ ګیله ځکه له مرکزي ادارې وي، چې دغه ولایت د زون مرکز دی او باید له نورو ورته ډېر پام وشي، فوټبال کې ښه لوبغاړي لرو خو چانس نه ورکول کیږي او له پامه غورځول شوي دي.»

پکتیا کې د فوټبال مینوال هم په دغه ولایت کې د فوټبال وضعیت د اندیښنې وړ بولي وایي، باید مرکزي اداره دې برخې ته پاملرنه وکړي. انځور: اطلاعات روز

په همدې حال کې بیا د پکتیا ولایت لپاره د طالبانو د ورزش ریاست مسوولین هم په دغه ولایت کې د فوټبال د لوبغاړو ستونزې نه ردوي او وايي، دوی هڅه کوي چې د دغو ستونزو هواري لپاره مرکزي اداره قانع کړي تر څو د خلکو او لوبغاړو له غوښتنې سره سم ځانګړې پاملرنه وکړي.

د پکتیا ولایت د ورزش ریس نور احمد تسکین د لوبغاړو د ستونزو په تاييد وايي، چې د لوبغالي اوسني حالت ته په کتو د لوبو لپاره مناسب نه دي.

د هغه په خبره چې د لوبغالي د بیا ترمیم، د مصنوعي چمن او مېلمستون جوړېدو موضوع یې په مرکز کې د فوټبال فدراسیون له مسوولینو سره شریکه کړې ده او په وینا یې چې هغوی هم ډاډ ورکړی، چې دغو ستونزو ته به رسېدنه کوي.

تسکین وايي: «سره له دې چې پکتیا ډېر قوي استعدادونه لري په هره برخه کې په تېره بیا په فوټبال کې مونږ تکړه لوبغاړي لرو، د دوی ستونزې ډېرې زیاتې دي په لومړي سر کې د لوبغالي ستونزه ده چې د میدان چمن یې خراب شوی، بله د پکتیا هوا هم خرابه ده او دغه میدان ډېر بې کیفیته جوړ شوی دی، نو مونږ دغه ستونزې په مرکز کې له اړونده ادارې سره شریکې کړې او هغوی یې هم د هواري او ورته د رسېدو ډاډ راکړی دی.»

پکتیا کې د طالبانو د ورزش مسوولین هم د فوټبال برخه کې ستونزې مني خو وایي، یادې ستونزې یې د مرکزي ادارې سره شریکې کړي دي. انځور: ټولنیزې رسنۍ

اوس مهال په پکتیا ولایت کې سلګونه د فوټبال لوبغاړي او لسګونه لوبډلې شتون لري، چې ډیری یې د ورزش له ریاست سره ثبت دي او له دغو لوبډلو یې ځینو لوبغاړو ولایتي او د هیواد د فوټبال ملي لوبډلې ته هم لاره پیدا کړې، خو سره له دې قربانۍ څومره چې لازمه ده د فوټبال فدارسیون او د طالبانو حکومت یې ستونزو ته رسېدنه نه ده کړې، په دغه ولایت کې د سویل ختیځ زون په کچه لوبغالی جوړ شوی خو له جمهوریت نیولې د طالبانو تر اوسني نظام پورې پکې د لوبو پر ځای ډیری سیاسي غونډې او نظامي نمایشات جوړ شوي او لاهم دغه کار دوام لري، چې له امله یې د لوبغالي چمن او د سیلانیانو ځای ناستی تخریب کړی دی.