SM

طالبان هلمند کې د تلاشۍ پرمهال د وژل شویو کسانو څیړنه کوي

اطلاعات روز: هلمند کې د طالبانو د والي په مشرۍ د هغې پیښې څیړنه پېل شوې چې دوه ورځې وړاندې د طالب ځواکونو لخوا د تلاشۍ پرمهال ووژل شول.

د هلمند ولايت لپاره د طالبانو د اطلاعات او کلتور رياست ریيس حافظ راشد هلمندی وايي، د هلمند د والي ملاطالب په ګډون لوړپوړو ولايتي چارواکو د هغې کورنۍ له غړو سره کتلي چې دوې ورځې وړاندې يې د کورنۍ غړې د طالبانو لخوا د کور په کور تلاشۍ پر مهال په ډزو ووژل شول.

نموړی زیاتوي، چې دغه پلاوي ديادې کورنۍ د غړو سره ليدلي او د هغوی سره يې ژمنه کړې چې ياده پيښه به په جدي ډول وڅيړل شي.

ملاطالب بیا د طالب ځواکونو غوښتي چې د تلاشۍ پرمهال د خلکو سره په نرمۍ چلند وکړي او د حوصېلې کار واخلي.

په ورته وخت کې هغه کسان چې د کورنۍ غړي يې د طالبانو په ډزو وژل شوي د عدالت غوښتنه کوي او دطالبانو له مسوولينو يې غوښتنه وکړه چې هغه کسان دې محکمه کړي چې د دوی د کورنۍ غړې يې وژلې دي.

د يادې کورنۍ سرپرست محمداخلاص د طالبانو له نظامي کسانو څخه غوښتنه کوي چې د تلاشۍ پر وخت دې خلکو ته ستونزې نه جوړوي.

د تېرې یکشنبې په ورځ (۲۷ د وږي) د مرګز لښکرګاه «بست کلا» سیمه کې د تلاشۍ پرمهال د کورنۍ غړو او طالبانو ترمنځ لفظي شخړه کې د طالبانو په ډزو کې دوې میرمنې ووژل شوې او شپږ نور کسان ټپيان شول.

ویل کېږي چې طالبان د کور په کور تلاشۍ پر مهال د خلکو سره له زور زیاتي کار اخلي او کله ناکله خبره تر مرګ ژوبلې پورې رسیږي.