اطلاعات روز: د تخار په دشت قلعه ولسوالۍ کې سيمه ييزې سرچينې وايي، په دې ولسوالۍ کې د کوچيانو د ځاى پر ځاى کېدو پر وړاندې د اعتراض وروسته دوه ځوانان د طالبانو له خوا وژل شوي دي.
د دشت قلعه ولسوالۍ په نوآباد کلي کې ولسي سرچینو نن (چهارشنبه، ۳۰ د وږي ) اطلاعات روز ته وویل، چې د دې کلي د سیمه ییزې شورا مشر مسعود مجاهد او سجاد چې په تېرو څو ورځو کې یې د طالبانو پر وړاندې د کوچیانو د ځای پر ځای کیدو پرېکړې پر ضد اعتراض کړی و، د طالبانو لخوا په ډزو ویشتل شوي دي.
دغه ډول سرچينې وویل، چې طالبانو دوه ورځې وړاندې مسعود په ډزو ویشتلی و، خو کابل پر لار یې د ژورو ټپونو له امله ساه ورکړه.
د سرچينې په وینا، د سجاد په نامه یو بل ځوان هم پرون سه شنبه مازدیګر د طالبانو لخوا په ډزو ویشتل شوی دی.
تخار کې د طالبانو مسوولینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د ځایي سرچينو د معلوماتو له مخې، په دې وروستيو کې د تخار ولايت په خواجه بهاوالدين، درقد او دشت قلعه ولسواليو د «اصلي اوسیدونکو» په کورونو کې له پاکستانه لسګونه تازه راستانه شوي کډوال میشت شوي دي.
ځایي اوسیدونکو د کډوالو د ځای په ځای کولو پر وړاندې، چې ډیری یې کوچیان دي لاریون کړی، او له دوی سره یې نښتې هم کړي دي.
د دغو نښتو په پایله کې تر اوسه د تخار څلور اوسېدونکي وژل شوي دي.
سرچینې وايي، طالبان د دغو تازه راستانه شویو کډوالو ملاتړ کوي. خو تخار ته نوي راستانه شوي کسان هم ادعا کوي چې د ملکیت اسناد په لاس کې لري.