انځور: ټولنیزې رسنۍ

لغمان کې د دوو کورنیو ترمنځ خپل‌منځي شخړه کې پنځه تنه وژل شوي

اطلاعات روز: لغمان کې د طالبانو سيمه ييز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د دوو کورنیو ترمنځ په خپل منځي شخړه کې د دوو میرمنو په ګډون پنځه تنه وژل شوي دي.

د لغمان ولایت د دولت شاه ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال قاري عبد القاهر متوکل نن (پنج‌شنبه، ۳۱ د وږي) اطلاعات روز ته وویل، چې دغه پیښه د لغمان دولت شاه ولسوالۍ د فرشغان «بالا ده» سیمه کې رامنځته شوې ده.

نموړی زیاتوي، چې په دې شخړه کې له یوې کورنۍ پلار، مور او زوی وژل شوي او له بل لوري مېړه او ښځه وژل شوي دي.

د ده په خبره، سیمې ته په وخت امنیتي ځواکونه رسیدلي او له دواړو کورنیو یې یو شمیر کسان نیولي دي.

ولسوال د یادې پېښې لامل د دواړو کورنیو ترمنځ شخصي دښمني او د ځمکې پر سر لانجه ښودلې ده.

لغمان د ختيځ یو له هغه ولایتونو دی،چې د طالبانو د حکومت په راتګ سره پکې په یو شمیر سیمو کې د کورنیو ترمنځ خپلمنځي نښتې زیاتې شوي دي.