اطلاعات روز: د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ د قطر د بهرنیو چارو له وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني سره په کتنه کې د طالبانو له بند څخه د یرغمل شوي امریکايي مارک فریچس د خلاصون له امله له دغه هېواد څخه مننه کړې ده.
طالبانو د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ په وروستیو کې په کابل کې برمته شوی پخوانی امریکایی سرتیری مارک فریچس د مخدره توکو د قاچاقبر حاجي بشر نورزي سره تبادله کړ.
حاجي بشر نورزی په ۲۰۰۵ کال کې د امریکا به نیویارک ښار کې ونیول شو پر ده د طالبانو د ملاتړ او امریکا ته د ۵۰ میلیون ډالرو په ارزښت د نشه يي توکو د قاچاق تور پورې شوی و.
نیویارک کې یوې محکمې د ۲۰۰۹ کال د اپریل پر ۳۰مه نوموړی دغه هېواد ته د نشه يي توکو د قاچاق له کبله په عمري بند سزا محکوم کړ. د امریکایي چارواکو په وینا، نورزي له کلونو راهیسې د افغانستان د هیرویینو په قاچاق سره د طالبانو جنګي ماشین تمویلوه.
ټام وېسټ د مارک فریچس په خوشي کولو کې د قطر د مرستې ستاینه کړې ده.
نوموړي نن (پنجشنبه، ۳۱ د وږي) په یوه ټویټ کې لیکلي چې د قطر د بهرنیو چارو له وزیر سره یې د افغان مېرمنو د پیاوړتیا او د افغانستان د اقتصادي ثبات په برخه کې خبرې کړې دي.