اوکراین له افغانستان سره د ۳۰ زره ټنه غنمو مرسته کړې

اطلاعات روز: اوکراین له افغانستان سره د خوړو نړیوال پروګرام له لارې د ۳۰ زره ټنه غنمو مرسته کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن نن سهار (پنج‌شنبه، ۳۱ د وږي) د یوه ټویټ له لارې دغه خبر ورکړی دی.

هغه لیکلي، چې اوکراین د روسیې د ظالمانه یرغل پر وړاندې له کړاوونو سره سره، په افغانستان کې د بشري ناورین د کمولو په موخه د خوړو نړیوال پروګرام له لارې ۳۰ زره ټنه غله او ایتوپیا او سومالیا سره د ۵۰ زره ټنه غلې دانې مالي مرسته کړې ده.

پر اوکراین د روسیې برید په ټوله نړۍ کې د خوراکي توکو د بیو د لوړېدو لامل شوی دی.

دا دواړه هیوادونه د غلې دانې لکه غنمو، جوارو او وربشو لوی صادرونکي هیوادونه دي چې د جګړې وروسته یې صادرات ځنډیدلي دي.