انځور: اطلاعات روز

پکتیا کې یوه خصوصي شرکت ۷۵۰ کورنیو سره د کرنیزو توکو مرسته وکړه

اطلاعات روز: پکتیا ولایت کې د «رحیم ګردیزي» په نوم یو خصوصي شرکت د دغه ولایت د مرکز ګردېز او اړونده سیمو له ۷۵۰ بزګرانو او اړمنو کورنیو سره د کرنیزو توکو مرسته وکړه.

د دغه شرکت مسوولین وايي، په مرسته شویو موادو کې هرې کورنۍ ته یوه بورۍ سپینه او یو بورۍ توره کیمیاوي سره او هم د ځینو کرنیزو بوټو تخمونه ځانګړي شوي و.

د شرکت مسوول محبوب الله ګردېزي وویل، چې د وروستیو ورښتونو له امله د خلکو فصلونو ته زیان رسېدلی نو د لاسنوي په هدف یې د سرې او تخمونو همکاري وکړه.

نوموړی وايي: «دلته مونږ په مرکز ګردېز کې ۷۵۰ بې سرپرسته کورنۍ او په څنګ یې مو یوه برخه بزګران نیولي و، مرسته کې یوه بورۍ سپینه سره او یو بورۍ توره کیمیاوي سره شامله و، چې ورسره مو د بېلابېلو زارعتي سبزیجاتو تخمونه هم ورته ووېشل.»

دا په داسې حال کې ده، چې د پکتیا ولایت لپاره د طالبانو د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولینو ویلي د تېرو سېلابونو له امله ۶۰ سلنه کرنیز حاصلات له منځه تللي دي.

د دوی په خبره چې د دغه زیان د جبران او له بزګرانو سره د لاسنیوي لپاره د سوداګرو همکاري خورا اړینه ده.

د یو بل خبر له مخې همدا نن (شنبه، ۲ د تلې) د پکتیا ولایت د طالبانو د کرنې او مالدارۍ د ریاست له لوري له ۱۹۴ بزګرانو د باغدارۍ توکي ووېشل.

د کرنې ریاست مسوولین وايي، یاده مرسته یې د مرکز په ګډون په احمدابا، سیدکرم، ځاځي اریوب او زرمت ولسوالیو بزګرانو ته ځانګړې شوې وه.

د دوی په خبره چې په مرسته شویو موادو کې کیمیاوي سره او د کرنې اړین وسایل شامل دي.

پکتیا یو کرنیز ولایت دی، چې ډیری خلک یې له همدې لارې د خپلې کورنۍ اقتصادي اړتیاوې پوره کوي، خو سږ کال د سېلابونو له امله د ګټې پر ځای په دې برخه کې له ګڼو مالي تاوانونو سره مخ دي.