انځور: ارشیف

بدخشان کې د طالبانو یو قومندان له ۷۰ جنګیالیو سره ددې ډلې پر وړاندې د جګړې اعلان وکړ

اطلاعات روز: بدخشان کې ځايي سرچينې وايي، چې د طالبانو يو نظامي قومندان له خپلو ٧٠ تنو جنګیالیو سره د دې ډلې پر وړاندې سنګر نیولی دی.

یوې سرچینې وویل، چې دغه طالب قومندان مجاهد نومېږي او د بدخشان له مرکز فیض اباد څخه یفتل ولسوالۍ کې خپل کلي ته تللی او د دې ولسوالۍ په غرونو کې ځای پرځای شوی دی.

بدخشان کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رييس معزالدين احمدي هم د دې خبرې پخلى کوي او وايي چې د دې ډلې د ځواکونو ترمنځ «کوچنۍ شخړه» شوې او ډېر ژر به حل شي.

د یفتل ولسوالۍ، ولسوال مولوي عبدالتواب جواد هم وايي، چې د مجاهد په نوم د دې ډلې یو سرتېری د خپلمنځي اختلاف له امله له یو شمېر نورو وسله والو سره غرونو ته تللی دی.

هغه د دغه قومندان د جنګیالیو شمېر له ۱۰ تر ۱۵ پورې وباله او ویې ویل، چې په بدخشان کې د طالبانو قومندانان د لانجې د هواري لپاره یفتل ته راغلي دي؛ خو د هغه په ​​وينا، دې خبرو تر اوسه کومه نتيجه نه ده ورکړې. هغه د طالبانو او د دغې ډلې د ناراضي قومندان تر منځ د جګړې خبره رد کړه.

په يفتل پايان ولسوالۍ کې يوې سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې یاد شي اطلاعات روز ته وويل، چې مجاهد د فيض اباد په څنډه کې د طالبانو له یوې پوځي قرارګاه څخه لسګونه ميله سپکې او درنې وسلې او مهمات له ځان سره وړي دي.

د طالبانو سیمه ییز چارواکي هم تاییدوي چې د دې ډلې ناراضه شوي قومندان له ځانه سره یو شمېر وسلې او مهمات هم وړي دي.

دا په بدخشان کې د طالب جنګیالیو دویمه ډله ده چې له یوې میاشتې څخه په کمه موده کې د دغې ډلې پر ضد دریځ نیسي.

تر دې وړاندې قوماندان شریف په کران او منجان ولسوالۍ کې د طالبانو پر ضد د جګړې اعلان کړی و او له دغې ډلې سره په جګړو کې یې طالبانو ته مرګ ژوبله هم اړولې وه.