SM

هلمند کې د اوبو برمې ته لويدلې ښځه ژغورل شوې

اطلاعات روز: هلمند کې ځايي طالبان خبر ورکوي، چې د دغه ولايت په نادعلي ولسوالۍ کې یې د اوبو برمې ته لويدلې ښځه د تخنيکي ټيم په مرسته ژغورلې ده.

هلمند کې د طالبانو د اطلاعات او کلتور رياست مرستيال محمدقاسم رياض وايي، نن سهار (شنبه، ۲ د تلې) ۳:۱۵ دقيقي يې د نادعلي ولسوالۍ «ماتکۍ» په دښته کې د اوبو برمې ته لويدلي ښځه چې په ۱۰ مترو کې بنده وه ژوندۍ ژغورلې ده.

نموړي، د ژغورل شوې میرمن روغتيايي حالت د انديښنې وړ بللی او ویلي یې دي چې د درملنې په موخه یې د بست روغتون ته انتقال کړې ده.

دغه میرمن تېره ورځ ماښام مهال د اوبو برمې ته لویدلې وه.

دا په تيرو شپږو مياشتو کې ۱۴مه پیښه ده چې هلمند کې رامنځته کېږي چې ډیرو یې له امله ساه ورکړې.

که څه هم طالبانو په څو ځله له خلکو غوښتنه کړې، چې د خپلو څاګانو سرونه پټه کړي خو لاهم خلک پام نه کوي او دغه ډول پيښې رامنځته کيږي.

تازه هلمند کې د طالبانو والي د ټولو ولسواليو ولسوالانو ته جدي امر کړی ترڅو په هره ولسوالۍ کې يو کميسيون جوړاو هغه کسان مجازات کړي چې د څاګانو سرونه بې لوڅ پریښي وي.