امریکا له افغانستان سره ۳۲۷ میلیونه ډالره مرسته اعلان کړه

اطلاعات روز: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې هېواد یې له افغانستان سره د بشري مرستو په برخه کې نږدې ۳۲۷ میلیونه ډالره ځانګړي کړي دي.

له دې مرستو څخه به شاوخوا ۱۱۹ میلیونه ډالر د سیمې په هېوادونو کې پر افغان کډوالو مصرف شي او پاتې ۲۰۸ میلیونه ډالر به په افغانستان کې د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې د بشري مرستو د دفتر له لارې ولګول شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته د افغانستان له خلکو سره د دغه هیواد د مرستو اندازه یو میلیارد ډالرو ته رسېږي.

دغه وزارت زیاته کړې، چې متحده ایالات د افغانستان خلکو ته ژمن دی او د نړیوالې ټولنې له نورو غړو یې غوښتي چې په افغانستان کې د بشري مرستو د ملاتړ په برخه کې کړې ژمنې عملي کړي.

افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته له بشري ناورین سره مخ شوی. اوس مهال د دغه هېواد نیمايي نفوس له لوږې سره مخ دی او مرستو ته اړتیا لري.