ASSOCIATED PRESS/Susan Walsh

بایډن افغانستان د غیر ناټو عمده متحدینو له لیسته وویست

اطلاعات روز: د امریکا ولسمشر جوبایډن د افغانستان نوم د امریکا د غیر ناټو عمده متحدینو له نوملړ څخه ایستلی دی.

د سپینې ماڼۍ په هغه لیک کې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ته استول شوی، راغلي چې بایډن دا پرېکړه د امریکا د اساسي قانون پر بنسټ کړې ده.

بایډن تر دې مخکې کانګرس ته په یوه لیک کې ویلي و، چې افغانستان به په رسمي ډول د ناټو د لویو متحدینو له لیست څخه وباسي.

متحده ایالاتو په ۲۰۱۲ کال کې افغانستان د یو لوی غیر ناټو عمده متحد په توګه ونوماوه، چې د دواړو هیوادونو ترمنځ یې د دفاعي او اقتصادي اړیکو ساتلو لپاره لاره هواره کړه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو پر اساس، د غیر ناټو متحد په توګه د افغانستان د غړیتوب له لغوه کېدو وروسته به، امریکا ۱۸ لوی غیر ناټو متحدین ولري.

ارجنټاین، اسټرالیا، بحرین، برازیل، کولمبیا، مصر، اسراییل، جاپان، اردن، کویټ، مراکش، نیوزیلینډ، پاکستان، فیلیپین، قطر، سویلي کوریا، تایلینډ او تونس له دې وروسته د غیرناټو عمده متحدین بلل کېږي.

د دې کال په پیل کې، متحده ایالاتو کولمبیا او قطر د غیر ناټو متحدینو په توګه دغه لیست ته شامل کړل.