SM

ننګرهار کې وسله والو غلو یو موټر چلوونکي په ډزو وژلی

اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې وایي، د دغه ولایت په هسکې مېنې ولسوالۍ کې وسله والو غلو یو موټر چلونکی په ډزو وژلی دی.

د ننګرهار د کامې ولسوالۍ یوه اوسیدونکي خالد شاه نن اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې تیره شپه (شنبه، ۲ د تلې) وسله والو غلو د ده د ترور زوی نذیر چې د کامې-جلال اباد پر لار موټر چلونکی و؛ وسله والو غلو له کامې هډې په چل او فریب هسکې مېنې ولسوالۍ ته په کرایه بیولی او هلته یې په ډزو وژلی او موټر یې ورڅخه تښتولی دی.

نوموړی وایي، وژل شوي کس له هیچا سره دښمني نه درلوده.

ننګرهار کې د طالبانو امنیتي چارواکي هم یاده پېښه تایید کړې او په اړه یې د پلټنو خبر ورکړی دی.

په دې وروستیو کې د ننګرهار په مرکز او ولسوالیو کې د وسله والو غلو فعالیت عام خلک اندیښن کړي او له طالبانو غوښتنه کوي چې د یادو غلو مخنیوی دې وکړي.