انځور: قلم لار بنسټ

کندهار کې د نجونو پرمخ د ښوونځيو پرانيستلو کمپاين

اطلاعات روز: د قلم لار بنسټ له لوري د کندهار په شپږو ولسواليو کې له شپږم ټولګي پورته نجونو پرمخ د ښوونځيو پرانيستلو لپاره کمپاين روان دی.

په دغه کمپاين کې هر ځل سلګونه کسان ګډون کوي او د طالبانو له سرپرست حکومت څخه غوښتنه کوي ترڅو له شپږم ټولګي پورته نجونو پرمخ د ښوونځيو دروازې پرانيزي.

هغه کسان چې په دې کمپاين کې د خپلو لوڼو لپاره د ښوونځيو پرانيستلو غوښتنه کوي په دې باور دي چې تعلیم یافته نجونو او میرمنو ته په روغتیایي او نورو برخو کې ډیر ضرورت دی او باید زده کړې وکړي.

د قلم لار بنسټ مسوول مطیع الله ویسا اطلاعات روز ته وويل، دغه کمپاين يې د کندهار د شپږو ولسواليو ترڅنګ د هېواد ۱۴ ولايتونو ته غځولی او لا به دا لړۍ پراخه کړي.

ويسا وایي، دا مهال يې کمپاین د کندهار ولايت په ارغستان، معروف، سپين بولدک، دامان، ارغنداب او تخته پل ولسواليو کې دوام لري.

نموړی زیاتوي، د طالبانو له سرپرست حکومت څخه يې غوښتنه داده چې د شپږم ټولګي پورته نجونو پرمخ د ښوونځيو دروازې پرانيزي څو ټولي نجونې خپلو زده کړو ته ستنې شي.

د قلم لار بنسټ کندهار کې د نجونو پرمخ د ښوونځیو پرانیستلو په موخه کمپاین پېل کړی ترڅو طالبان پردې قانع کړی چې خلک د خپلو لوڼو لپاره زده کړې غواري. انځور: قلم لار بنسټ

د ده په وينا، چې کندهار او نورو ولايتونو کې ډېر شمېر کسان غواړي ترڅو خپلې لوڼې ښوونځيو ته ستنې کړي او د هېواد روښانه راتلونکي کې ونډه واخلي.

هغه زیاته کړه، چې ډېر شمېر ځوانان، ديني عالمان، قومي مشران او سپين ږيري په دغه کمپاين کې د ده ملتیا کوي څو د نجونو پرمخ ښوونځي پرانيستل شي.

ویسا له اطلاعات روز سره په خبرو کې وويل، که یې اوسنۍ هڅي پايلې ورنکړي نو د هيواد په کچه به لويې غونډې جوړې کړي او د طالبانو له سرپرست حکومت څخه به وغواړي چې نجونو ته د تعليم کولو اجازه ورکړي.

د ده په خبره چې اوس مهال ورسره نږدې ۳زره تنه په رضاکاره ډول ياد کمپاين پر مخ وړي چې له هغې جملې ۴۸۵ یې ښځې دي.

ده وویل: «زموږ سره په دې کمپاين کې ډېر شمېر ځوانان، قومي مشران، ديني عالمان، او خويندې په رضاکاره ډول خلکو ته لارښوونه کوي چې خپلو اولادونو ته د‌ تعليم اجازه ورکړي، دغه کمپاين مو له کابل څخه راپيل کړی اوس په کندهار کې یو، موږ خپل کارونو ته ادامه ورکوو خلک بايد خپل غږخپله پورته کړي.»

ویسا وایي، د نجونو پرانیستلو کمپاین کې ورسره ځوانان، دیني عالمان او سپین ږیري ملتیا کوي. انځور: اطلاعات روز

همدارنګه د کندهار د ولسواليو ډېر شمېر اوسېدونکي په دې باور دې چې نور بايد په خپلو لوڼو باندې تعليم وکړي او ټولنه له ستونزو څخه وژغوري.

د معروف ولسوالۍ اوسېدونکی جمعه خان وايي، غواړي په خپله لور تعليم وکړي څو په راتلونکي کې د بل وسیله نه شي او رڼو سترګو خپل ژوند پرمخ یوسي.

ده وويل، کله چې يوه ښځه بې سواده وي نو د ژوند صحيح او غلطه لار ورته نه معلومېږي چې پرکومه خوا روانه ده او څه بايد ترسره کړي.

د جمعه خان په خبره، نور نه غواړي چې د خپل کور کومه ښځينه ناروغه نارينه ډاکټر ته د درملنې لپاره بوځي بلکې بايد په ولسوالیو او کلیو کې د ښځينه ډاکټرانو شمېر زياد شي.

نموړی پردې اندیښنه ښیي، چې يوه بې سواده ميرمن به څه ډول خپلو اولادونو ته تربيه ورکړي او د کورنۍ د روغتيا له پاره به څه ترسره کړي.

د ده په وينا چې لوڼې يې هره ورځ داسې ورته وايي: «بابا يو ځل دې موږ ته تعليم او زده‌کړې را وښودې او اوس په څلورو ديوالونو کې بندې يو، اوس موږ څه وکړو، د ژوند لوړې او ژورې راته معلومي شوې خو اوس لکه بندياني داسي يو، موږ ټولې له دې ملکه وباسه.»

د کندهار معروف ولسوالۍ یو اوسیدونکی وایي، نه غواړي چې خپل د کور ناروغه نارینه ډاکټر ته یوسي بلکې غواړي چې نجونې تعلیم وکړی او هرې ولسوالۍ کې ښځینه ډاکټرانې خلکو ته خدمت وکړي. انځور: اطلاعات روز

جمعه خان زیاته کړه، له کله نه چې یې لوڼې له ښوونځیو بندې شوي په ډیر تشویش کې ژوند کوي.

همدا راز هغه نجونې چې د طالبانو له بيا واک ته رسېدو وروسته له خپلو زده کړو بې برخې شوي غوښتنه کوي ترڅو پر مخ یې د ښوونځیو دروازې پرانیستل شي.

اووه لس کلنه عايشه يوه له هغو نجونو څخه ده چې د طالبانو راتګ سره په لسم ټولګي کې له زده کړو محرومه شوې ده.

هغې داسې وويل: «پلار مې د طالبانو په جګړو کي ووژل شو، ښوونځی مو د طالبانو له وجې تړل شوی، غربت طالبانو راباندې جوړ کړی، کار کولو ته مو طالبان نه پرېږدي اخر څه وکړو، يوازې اوس د مرګ لار راپاتې ده.»

نوموړې زياتوي، چي مور او کاکا يې په ګډه پرېکړه کړې ترڅو نور هغه واده کړي خو په وينا يې که داسي وشي نو په ښوونځي کې زده‌کړې به يې يو له هغه آرمانونو څخه شي چي د پوره کېدو له پاره يې نور چانس شتون و نلري.

د‌ هغې په وينا چې د کندهار د ښوونځيو ټولې ښځينه زده‌کوونکې له کلونو راهيسې حجاب کوي او دغه څه يوازې يوه بهانه يادوي.

عایشه د طالبانو له سرپرست حکومت څخه غواړي ترڅو د نجونو پرمخ د شپږم ټولګي پورته ښوونځي پرانیزي او شته ستونزې یې ورته هوارې کړي.

کندهار کې د تړلو ښوونځیو زده کوونکې د طالبانو غوښتنه کوي چې دوی ته د زده کړو اجازه ورکړي. انځور: اطلاعات روز

ورته مهال کندهار کې د طالبانو د پوهنې رياست مسوولين وايي، چې د نجونو د ښوونځيو خلاصون پرېکړه يې په لاس کې نه ده او ټول واک د پوهنې وزارت له مسوولينو سره دی، خو په وينا يې چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده کړو لپاره پوره چمتووالی لري.

دوی زیاتوي چې يوازې د پوهنې وزارت امر ته په تمه دي ترڅو په کندهار کې شته ټول ښوونځي د نجونو پرمخ پرانیزي.

دغه راز د چارو شنونکي په دې باور دي او وایي، که د نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازې تړلې پاتې شي نو خلک به په خپل لاس د طالبانو دغه پریکړه له منځه یوسي.

د پوهنتون یو استاد چې نه غواړي نوم يې خپور شی اطلاعات روز ته وویل، دا ځل به د طالبانو حکومت د ډېرو زده‌کوونکو او د هغوی د کورنیو تر فشار لاندې راشي.

دی وايي، که طالبان پرخپلو ژمنو عمل ونکړي نو د خلکو له خوا به له سخت غبرګون سره مخ شي.

د پوهنتون دغه استاد وایي، کومو کسانو چې د طالبانو پر ژمنو باور کړی و، اوس له پښېمانۍ سره مخ دي او د ټولو پرېکړو غندنه يې کوي.

د چارو شنونکې پر دې باور دي که طالبان د نجونو ښوونځیو تړلو ته دوام ورکړي نو د خلکو سخت غبرګون سره به مخ شي. انځور: قلم لار بنسټ

هغه وویل: «زما په فکر اوس طالبان حيران پاتې دې چې څنګه وکړي، ستونزې ورځ تربلې ډېرېږي او د حل له پاره کار نه کېږي، د يوه حکومت له پاره دا ډېره سخته تمامېږي، طالبانو اوس هم چانس لري چې د نجونو د ښوونځيو په پرانيستلو سره د خلکو زړونه وګټي.»

دا په داسې حال کې ده چې د قلم لار بنسټ له لوري د کندهار د بېلابېلو ولسواليو ترڅنګ اوس د هیواد د ۱۴ ولايتونو په کچه د نجونو د ښوونځيو پرانيستلو کمپاين روان دی خو دا لا نه ده په ډاګه شوې چې طالبان به تر شپږم ټولګي پورته نجونو ته د تعليم کولو اجازه ورکړي او که نه؟

پر خواله رسنیو نږدې هره ورځ مدني ټولنې، نړیوال بنسټونه او د افغانستان عام وګړي د طالبانو له سرپرست حکومت څخه غوښتنه کوې چې د نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازې پرانیزي خو، د طالبانو مسوولینو بیا دغو غوښتنو ته پریکنده ځواب نه دی ورکړی له دیني تعبیرونو ها خوا کله اقتصادي ستونزې او کله کلتوري محدودیتونه رامخ ته کوي او وایي، چې لېرې پرتو سیمو کې خلک نه غواړي چې خپلې لوڼې ښوونځیو ته واستوي.