انځور: خوست ولایت پاڼه

خوست کې د خپلسرو غوښو په خرڅلاو بندیز ولګېد

اطلاعات روز: د سویل ختیځ زون په خوست ولایت کې د طالبانو د ښاروالۍ ریاست له لوري په دغه ولایت کې له روغتیايي ټسټ پرته په خپلسر د هر ډول غوښو په خرڅلاو بندیز وضع شو.

د دغه ولایت لپاره د طالبانو د ښاروالۍ ریاست د مسوولینو په وینا چې په لویو څارویو کې د خپرې شوې ناروغۍ له امله یې نن (دوشنبه،۴ د تلې) پرېکړه کړې چې له طبي معاینې پرته قصابان په خپل سر د غوښو پلور و نه کړي.

د خوست ښاروال بسم الله بلال په خوست ښار کې د یو مسلخ د ګټې اخیستې پر مهال وویل: «مونږ نن یو مسلخ ګټې اخیستنې ته وسپاره او د دغه مسلخ لپاره مو یو ډاکټر هم ګمارلی چې دلته به غوښه معاینه کیږي او له دې پرته به څوک په خپلسر غوښه په خپلو قصابیو کې نه پلوري.»

د خوست ولایت اوسېدونکي هم په څارویو کې د ناروغیو په خپرېدو اندېښمن دي او وايي، چې په دې ولایت کې د ډیری داسې پېښو شاهدان دي، چې د قصابانو له لوري نا سمې غوښې په خلکو پلورل شوې دي.

دوی زیاتوي، چې ښاروالۍ ریاست دې په دې برخه کې له جدي اقدام کار واخلي او شوې پرېکړه دې په ښه ډول عملي کړي.

د خوست ښار یو تن اوسېدونکي روح الله لکڼوال داسې وویل: «مونږ د ښاروالۍ له دې پرېکړې خوښ یو، چې غوښې باید له ټسټ کولو پرته خرڅې نه شي ځکه یو خو په مالونو کې مرض ګډ شوی او بل ځینې قصابان د خپلو ګټو لپاره د روغ او ناروغ مال غوښې په خلکو خرڅوي، نو زمونږ غوښتنه له ښاروالۍ دا ده چې شوې پرېکړه باید په ښه ډول عملي شي.»

په خوست کې د طالبانو ښاروالۍ یاده پرېکړه په داسې مهال کوي، چې په دغه ولایت کې د یو افغان پانګوال له لوري په شخصي لګښ د ۱۰،۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د یو مسلخ د جوړېدو د بنسټ ډبره کېښودل شوه، چې د عامې روغتیا ریاست یې د ناروغیو مخنیوي برخه کې مهم ګام بولي.