عباس ستانکزی: د نجونو ښوونځیو تړلو لپاره هیڅ شرعي دلیل وجود نه لري

اطلاعات روز: د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزی وایي، تعلیم په نر او ښځه فرض دی باید ژر تر ژره د ښوونځیو دروازې پرانیستل شي.

عباس ستانکزي نن (سې شنبه، ۵ د تلې) کابل کې د ګرځندوی نړیوالې ورځې لمانځغوندې ته په وینا کې وویل: «تعلیم په نر او ښځه فرض دی؛ مطلق فرض دی، په دې کې هیڅوک شرعی دلیل نه لري. باید ژر تر ژره د زده کړو زمینه مساعده شي؛ که موږ غواړو چې ملي وحدت قایم کړو له توپیري چلند پرته باید د تعلیم دروازې د ټولو پرمخ خلاصې کړو.»

نموړي د طالبانو د پوهنې په وزارت غږ وکړ او ویې ویل، چې دوی مکلف دي او دا د دوی دنده ده چې له دلایلو پرته زده کړو ته زمینه برابره کړي.

هغه د خپلو خبرو په دوام سره وویل، چې زموږ او د ولس ترمنځ د اړیکې پریکیدو یوازینی لامل د نجونو پرمخ د ښوونځیو د دروازو تړل دي او خلک له همدغه ځایه شکایت کوي.

ستانکزی زیاته کړه، که غواړو د نړې سره سیالي وکړو؛ باید زده کړې وکړو او دا یوازې په واسکټ او پټکي نه کېږي؛ ساینس، کیمیا او جعرافیه باید زده شي. څوک چې د زده کړو مخالفان دي میدان ته دې راووځي او دهغو کسانو ځواب دې ووایي چې د نارینه او ښځو لپاره زده کړې غواړي.

واک ته د طالبانو له رسیدو سره سم هیواد کې د شپږم ټولګي پورته نجونو پرمخ د زده کړو دروازې وتړل شوې او د بېلابېلو دلایلو له مخې دغې ډلې تر دې دمه نجونو ته د زده کړو اجازه نه ده ورکړې.