زابل کې کډوال د مرستو پر ناعادلانه ویش نیوکه کوي

اطلاعات روز: زابل ولايت ته د نورو ولايتونو څخه کډه شوي د مرستو پر ناعادلانه ويش نيوکه کوي او د طالبانو له سرپرست حکومت څخه غواړي چې ستونزې یې حل کړي.

په همدې حال کې د دغه ولايت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رياست د مرستو په ویش کې پر شفافيت ټينګار کوي.

که‌ څه هم زابل ولايت يو له هغو ولايتونو څخه دی چې اوسېدونکي يې د تېرو جګړو پر مهال نورو سيمو ته کډوال شوي خو بيا هم دغه ولايت ته له نورو ولایتونو څخه خلک را کډه شوي دي.

د دې کډوالو ډېری برخه هغه کسان جوړوي چې د تېرو جګړو له امله يې خپلي سيمي پرېښي او يوازې د سر خوندي ساتلو په موخه نورو ولايتونو ته کډوال شوي دي.

له کندهار څخه زابل ولايت ته کډوال شوی څلويښت کلن ګل محمد يو له هغو کسانو څخه دی چې د تېرو جګړو له امله دغلته راکډه شوی، وایي داسې یوه ځای کې ژوند کوی چې د اوسیدو لپاره مناسب نه دی.

ګل محمد اطلاعات روز ته وویل، ډېر کله يې کلي ته مرستې راشي خو دی ورڅخه بې برخي وي او څوک یې نه ورکوي.

زابل کې میشت یو کډوال وایي، ډیر کله یې کلي ته مرستې راشي خو ده ته ېې څوک نه ورکوي او تل بې برخې وي. انځور: اطلاعات روز

ده زياته کړه: «مرسته ‌کوونکي راغلي وو، پنځه کارټونه يې وويشل هغه هم د ټولو سره په جنګ شول موږ ولاکه د چا په ياد لا يو، له هغه څخه وروسته نه څوک راغلي او نه هم مرسته راسره شوې، زما کمزوری اقتصادي حالت ټولو ته معلوم دی، خپله ناروغ يم، زه په دغه حالت کې د کورنۍ اړتياوي نه شم پوره کولای.»

د دغه کډوال په خبره، د امکاناتو نشتون له کبله یې داسي ځای د سرپناه له پاره غوره کړی چې آن ديوالونه هم نه لري.

دی اړ دی ترڅو په کورنۍ کې د ځان په شمول اته تنه نورو ماشومانو او لويانو ته هم د خوراک لپاره ډوډۍ برابره کړي.

د ګل محمد په وينا چې په مرستو کې درغلي کېږي او دغلته حق اړمنو کډوالو ته نه ورکول کېږي.

له کندهار څخه زابل ته دغه کډه شوي کډوال زیاته کړه اوس اړ شوی چې د کورنۍ ماشومان یې کور په کور د خلکو دروازې ور وټکوي څو مرسته ورسره وکړي.

دغه راز يو شمېر نور کډوال چې دلته ميشت شوي وايي، اوس د خوړولو له پاره په کور کې نيمه ډوډۍ هم نه لري.

محمد حکيم چې له هلمند ولايت څخه زابل ته کډوال شوی نوموړي اطلاعات روز ته وويل، نږدې يوه کال راهيسې دلته د کډوال په حیث ژوند کوي خو تراوسه ورسره مرسته نه ده شوې.

دی وايي، په ټول کور کې يوازې يو پارسل اوړه او يو بوتل غوړي لري هغه څه چې د نورو امکاناتو نشتون کې ترې ګټه هم نه شي اخیستلای.

دده په وينا: «زه درواغ نه وايم، زه مو کور ته ور ولم که مو په ټول کور کې يو شی هم د خوراک له پاره پيدا کړ بیا زما لاس پرې کړه، زموږ مسجد ته د مرستو کسان راغلل د پنځوسو تنو په منځ کې يې اته کسه انتخاب کړه نور ټول دغسې پاتې شول.»

زابل کې یو شمیر بې ځایه شوي بیا وایي، د غریبي له امله یې ماشومان اړ شوي چې کور په کور وګرځي او یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړي. انځور: اطلاعات روز

محمد حکيم زياته کړه، چې د کورنۍ پنځه تنه غړي يې د ده لاس ته ګوري خو کله کله خالي لاس کور ته ستنېږي.

د ده په خبره، دلته له ټولو ولايتونو څخه د راغلو کډوالو دغه حال دی او عاجلو مرستو ته ډېره اړتيا لري.

هغه زیاته کړه، چې مرسته کوونکي موسېسات په عادلانه توګه کومکونه نه ويشي او ټولې مرستې خانانو ته سپاري خو په خبره یی کله چي ورته يادونه وکړي څوک یې خبره نه مني.

دغه کس د طالبانو له سرپرست حکومت څخه غوښتنه کوي ترڅو پر غريبانو رحم وکړي او غوښتنې يې واوري.

په ورته وخت کې د زابل د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رياست وايي، په دغه ولايت کې يوازې ۸۰ هغه کورنۍ شتون لري چې له نورو ولايتونو څخه کډوالې شوي او دوی ورسره مرستې کړي.

د زابل ولايت لپاره د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو مرستيال عبدالرحمن نیکمل اطلاعات روز ته زیاتوي، په دغه ولايت کې ډېر شمېر غريبان د مرستو لپاره ځان په کډوال کې شاملوي ترڅو مرستې ورسره وشي او د نورو حق وخوري.

دده په وينا چې دغلته له نورو ولايتونو څخه اتيا کورنۍ را کډه شوي او د همکارو مرسته کوونکو سازمانونو له لوري يې ورسره مرستې کړي.

زابل کې د کډوالو مسوولین وایي، چې دغه ولایت ته ټول ټال ۸۰ کورنې کډوالۍ شوي او دوی ورسره مرسته کړې ده. انځور: اطلاعات روز

نوموړی وايې، ټولې هغه کورنۍ پېژني چې له نورو ولايتونو او هېوادونو څخه را کډوالې شوي او اوسمهال مرستو ته اړتيا لري.

د زابل د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو مرستيال وويل، د دغه ولايت په يو شمېر سيمو کې اوس هم د ځينو سازمانونو له لوري نغدي او خوراکي مرستې روانې دي.

دی وایي: «زموږ اداره يوازې د کډوالو له پاره مرستې برابروي هغه که له ولسواليو او یا ولايتونو څخه زابل ته کډوال شوي وي، په دوی کې هغه کورنۍ هم داخل دي چې کورونه يې چپه شوې وي غرق شوي وي د جنګ له ساحو څخه راغي وي او يا د ګاونډيو هېوادونو څخه بېرته راستانه شوي وي.»

دغه راز نوموړي زیاته کړه، د ای او ايم سازمان له لوري د زابل په بېلابېلو برخو کې سروې روانه ده ترڅو له ګاونډي هېوادونه څخه راغلي کډوال ثبت او راجستر کړي چې په راتلونکي کې مرستي ورسره وکړي.

د ده په خبره، چې تراوسه یې له پاکستان څخه د ۱۳۰ راغلو کورنيو سره مرسته کړې او دا پروسه به چټکه کړي.

افغانستان یو له هغه هیوادونو څخه دی چې د تېرو جګړو له امله ډیری خلک کاونډیو هیوادونو او نږدې ولایتونو ته کډه شوي او هلته په بد اقتصادي وضعیت کې شپې او ورځې سبا کوي.