REUTERS

طالبانو له روسیې سره د تیلو، ګازو او غنمو د واردولو تړون لاسلیک کړی

اطلاعات روز: د طالبانو د سوداګرۍ او صنایعو وزارت سرپرست نورالدین عزیزي له روسیې څخه د تیلو، ګازو او غنمو د واردولو لنډ مهال تړون لاسلیک کړی دی.

عزيزي رويټرز خبري اژانس ته ويلي، چې د یاد تړون له مخې به روسیه په کال کې یو میلیون ټنه پترول، یو میلیون ټنه ډېزل، ۵۰۰زره ټنه مایع ګاز (LPG) او دوه میلیونه ټنه غنم افغانستان ته صادر کړي.

هغه زیاته کړې، چې دا تړون د یوې لنډې مودې لپاره په ازمایښتي ډول پلي کیږي، وروسته له هغې چې دواړه خواوې له دغه تړون څخه خپل رضایت وښیي، تمه کېږي چې یو اوږمهاله تړون لاسلیک کړي.

هغه د نرخونو یا تادیاتو د ادا کولو په اړه له جزئیاتو ورکولو ډډه کړې، خو ویلي یې دي چې روسیې افغانستان ته د تخفیف په اړه موافقه کړې ده.

له هغه وروسته چې طالبانو بیا ځل واک ترلاسه کړی افغانستان له اقتصادي بحران سره مخ شوی دی. دا مهال په بازارونو د سون توکو په ګډون د لومړنیو توکو بیې لوړې شوي دي.