انځور: ټولنیزې رسنۍ

طالبانو تخار کې څلور تنه له «مقاومت جبهې» سره د همکارۍ په تور وژلي

اطلاعات روز: د تخار ولایت چال ولسوالۍ کې سیمه ییزې سرچینې وايي، طالبانو په دغه ولسوالۍ کې څلور تنه «مقاومت جبهه» کې د غړیتوب په تور په بې رحمانه ډول وژلي دي.

یوې باوري سرچینې نن (چهارشنبه، ۶ د تلې) اطلاعات روز ته وویل، طالبانو نن سهار شاوخوا ۲:۰۰ بجې د چال ولسوالۍ په صیاد کلي کې څلور تنه د «مقاومت جبهې» سره د همکارۍ او غړیتوب په تور وژلي دي.

د سرچينې په وينا، مولوي فتح الله، عزيزالله، وحيدالله او نويدالله هغه څلور کسان دي، چې تازه له ايران څخه راستانه شوي و او د طالبانو له خوا وژل شوي دي.

د تخار په ولایتي روغتون کې یوې بلې سرچینې بیا اطلاعات روز ته وویل، چې په دغه ولایت کې د «مقاومت جبهې» او طالبانو ترمنځ په پرونۍ نښته کې ۳ طالبان وژل شوي او ۴ نور ټپیان شوي دي.

طالبانو تر دې وړاندې هم په تخار کې شپږ تنه د «مقاومت جبهې» سره د همکارۍ په تور په ډزو وژلي وو.