SM

زابل کې د کرومایټو کان ښوویېدنې له امله دوه تنه مړه شوي

اطلاعات روز: زابل کې د طالبانو ځايي چارواکي خبر ورکوي، چې د دغه ولایت په شهر صفا ولسوالۍ کې د کرومایټو کان ښوویېدنې له امله دوه تنه مړه شوي او یو بل ټپي دی.

د زابل ولايت لپاره د طالبانو د عامې روغتيا ریيس ډاکټر عبدالحکیم حکيمي اطلاعات روز ته وويل، ياده پېښه د زابل شهر صفا ولسوالۍ د «کډو غره» د کرومایټو کان اول بلاک پر کارګرو تېره ورځ (سې‌شنبه، ۵ د تلې)رامنځته شوې چې امله یې د دغه کان دوه کارګر مړه شوي او یو بل ټپي دی.

نموړی زیاتوي، یادو درې کان کیندونکو ته هغه مهال مرګ ژوبله اوښتې چې د کار پر مهال پرې د کرومایټو کان ښوویېدلی دی.

د‌ هغه په خبره، چې د پېښې دوه تنه مړي او يو زخمي يې ولايتي روغتون ته انتقال کړي او اوس مهال د ټپي کس درملنه روانه ده.

حکیمي وایي، په دغه پېښه کې نور کوم چاته زيان نه دی رسیدلی.

هیواد کې د کان کيندنې پرمهال د عصري او پرمختللو وسایلو نشتوالی او د کان‌ کيندونکو نه پاملرنه يو له هغه لاملونو ګڼل کېږي چې ډېر کله يې له کبله دغه ډول پېښې رامنځته کېږي.