SM

خوست کې پر کالدارو راکړه ورکړه ډېرېدل؛ پکتیکا کې یې په چلښت بندیز لګیدلی

اطلاعات روز: خوست د سویل ختیځ زون له هغو ولایتونو ګڼل کیږي چې له ګاونډي پاکستان سره ګډه پوله لري او د غلام خان بندر له لارې د دواړو خواوو ترمنځ صادرات او واردات ترسره کیږي.

که څه هم په تېر جمهوري نظام کې په دغه ولایت کې په بهرنیو اسعارو راکړه ورکړه د پام وړ راکمه شوې وه، خو واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته یو ځل بیا خلکو پاکستانۍ کالدارو ته مخ کړې ده.

د دغه ولایت د اوسېدونکو په وینا د طالبانو د ولایتي مسوولینو د نه تعقیب له وجې پیرېدونکي او پلورونکي خوراکي او نور توکي په پاکستانۍ کالدارو ترسره کوي.

د مرکز یو تن اوسېدونکي قیس جمال اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل، چې په ښار کې د افغانۍ کرنسۍ پر ځای د پاکستانۍ کالدارو اهمیت لوړ شوی او د هغه په خبره له هټۍ وال نیولې په لویو سوداګریزو راکړه ورکړه کې هم له پاکستانۍ کلدارو استفاده کیږي.

نوموړي وویل: «دلته په خوست کې پخوا کالداره ډېره کمه شوې وه او خلکو ورته هیڅ اهمیت نه ورکوه خو متاسفانه چې نظام بدل شو، نو اوس چې هر دوکاندار، سوداګر او یا د لویو کاروبارونو مسوولینو سره وینې، نو په کاروبار کې به یې د افغانیو پر ځای کالدارې زیاتې تبادله کیږي، چې شخصا زه دا د اندېښنې وړ بولم او پکار ده چې د مخنیوي لپاره یې کوټلي ګامونه واخیستل شي.»

خوست کې د افغانۍ کرنسۍ اهمیت کم شوی خلکو ټوله مخه کالدارو ته کړې ده. انځور: اطلاعات روز

په همدې حال کې بیا د تڼیو ولسوالۍ یو اوسېدونکي شریف الله د دغه وضعیت په اړه په اندېښنې سره وايي، چې د خوست په ټولو ولسوالیو کې خلک د افغانیو پر ځای ټول کاروبار په پاکستانۍ کالدارو په مخ وړي.

د نوموړي په وینا چې په ځینو لېرې پرتو سیمو کې ّځايي خلک له خپل افغانۍ کرنسۍ خبر هم نه دي.

شریف وايي: «مرکز خو هم دومره ګزاره کوي چې ځینې افغانۍ به پکې ښکته پورته کیږي، د خوست اکثره ولسوالیو ته چې ورشې نو ۱۰ فیصده افغانۍ هم نه کاروي او حتا په ځینو لېرې پرتو سیمو کې ځايي خلک خپلې افغانۍ پېژني هم نه، چې دا خورا د افسوس وړ خبره ده.»

د خوست ولایت اوسېدونکي د طالبانو له ولایتي مسوولینو غوښتنه کوي، چې د بهرنیو اسعارو په تېره بیا د پاکستانۍ کالدارو د چلښت مخنیوي لپاره دې ځانګړی کمیسیون وټاکل شي، تر بیرته د هیواد کرنسۍ د خلکو جیبونو ته ورشي.

د دوی په وینا که روان وضعیت همداسې دوام وکړي لېرې نه ده، چې په دغه ولایت کې به په ټوله مانا افغانۍ له منځه ولاړه شي.

د خوست ولایت اوسیدونکي د طالبانو غوښتنه کوي چې پر کالدارو دې بندیز ولګوي او افغانۍ کرنسۍ دې عامه کړي. انځور: اطلاعات روز

په دې اړه د مرکز یو تن اوسېدونکي بلال خوستي داسې وویل: «مونږ د طالبانو له اړونده مسوولینو که هغه والي دی، ښاروال دی او یا کوم بل چارواکی نو دوی دې په ګډه یو کمیسیون وټاکي او د ښار تر څنګ دې د افغانیو د بیرته مروج کېدو او د پاکستانۍ کالدارو د مخنیوي لپاره هڅې وکړي، خو که چا بیا هم سرغړونه کوله باید ورته نغدي جریمه هم وټاکل شي.»

په خوست ولایت کې بیا د طالبانو لایتي مسوولین د پاکستانۍ کالدارو د راکړې ورکړې ډېرېدو موضوع ردوي او وايي، چې د مخنیوي لپاره یې کوټلي ګامونه اخیستي دي.

د دغه ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعات او کلتور رییس شبیر احمد عثماني اطلاعات روز ته وویل، چې تر ډېره یې د بهرنیو اسعارو د راکړې ورکړې مخه نیولې ده.

نوموړي وویل: «دلته په خوست کې د کالدارو ډېرېدو موضوع نادرسته ده، زه پرون د مال منډيي ته ورغلی وم یو څاروی مې اخیسته، نو هلته مې چې پوښتنه وکړه چې تاسو کالدارې اخلئ او که افغانۍ ټولو همدا ویل چې مونږ افغانۍ اخلو. په خوست کې خوشبختانه د کالدارو راکړه ورکړه کمه شوې او لا مو هڅې روانې کړي تر څو په ټوله مانا خپلې افغانۍ مروجې کړو.»

له خوست ور هاخوا بیا د سویل ختیځ زون په پکتیکا ولایت کې د طالبانو ولایتي ادارې پرېکړه کړې چې په دغه ولایت کې به په بهرنیو اسعارو راکړه ورکړه بندوي.

د پکتیکا ولایت طالب مسوولین وايي، په دې موخه یې ګډ کمیسیون ټاکلی چې مشري یې خپله د ولایت والي په غاړه لري.

د خوست ولایتي چارواکي په دغه ولایت کې پر پاکستانۍ کالدارو راکړه ورکړه ردوي او وایي، چې دلته خلک په افغانیو توکي رانیسي. انځور: اطلاعات روز

دوی ډاډ ورکړی، تر څو په مرکز ښرنه او د دې ولایت په ولسوالیو کې په پاکستانۍ کلدارو د راکړې ورکړې جدي مخنیوی وکړي.

د پکتیکا ولایت له مقام څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې له خلکو غوښتل شوي، چې د توکو په پیر او پلور کې له خپلو افغانیو استفاده وکړي.

د پکتیکا ولایت لپاره د طالبانو والي عبدالله مختار وايي، افغانۍ د افغانانو ملي هویت دی او له پکتیکا والو یې په جدي ډول غوښتنه کړې، چې له خپلو افغانیو استفاده وکړي.

هغه ویلي: «افغانۍ زمونږ ملي هویت دی او زه د پکتیکا له غیور ولس دا غوښتنه کوم چې سر له نن ورځې وروسته باید هر یو که دوکاندار دی یا بل څوک دوی دې په افغانیو ترویج کې پوره هڅې وکړي. که مونږ دا کار وکړو نه یوازې خپل ملي هویت به مو ساتلی وي بلکې د هیواد په اقتصادي وضعیت کې به هم مهم رول ولوبوي.»

د پکتیکا ولایت اوسېدونکي د ولایتي ادارې له شوې پرېکړې هرکلی کوي، خو نیوکه یې دا ده چې له دې وړاندې هم ورته پرېکړې شوې خو د نه تعقیب له امله یې مثبته پایله نه ده ورکړې.