لغمان کې ناپیژانده کسانو د یوه باغ ۶۵ نارنج ونو په ګډون ۳۸۸ بې ثمره ونې پرې کړي

اطلاعات روز: لغمان کې د طالبانو ځایي چارواکي وایي، په دې ولایت کې ناپیژانده کسانو د یوه باغ ۳۸۸ ثمر داره او بې ثمره نیالګي پرې کړي دي.

لغمان کې د طالبانو د والي ویاند سلامت خان بلال نن (پنج شنبه، ۷ د تلې) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې تیره شپه د مرکز مهترلام اړوند د باغ میرزا په سیمه کې ناپېژانده کسانو د  میرویس په نامه د یوه بڼوال د بڼ ۳۸۸ نیالګي پرې کړي، چې۳۲۳  د صبر په نوم زینتي او ۶۵ یې د نارنج په نوم نیالګي دي.

نوموړی وایي، د یادې پېښې د څیړنې په موخه یې سیمې ته یې د ولایت او امنیې قومندانۍ په ګډون ګډ پلاوی استولی، چې معلومات به له څیړنو وروسته له رسنیو سره شریک کړي.

له دې نږدې یوه اوونۍ وړاندې ورته پېښه په پکتیا ولایت رامنځته شوې وه، چې له امله یې د یو بڼوال سلګونه ونې له اره کړې وې.