اطلاعات روز: د تخار په فرخار ولسوالۍ کې ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې په دې ولسوالۍ کې د احمد مسعود په مشرۍ د «مقاومت جبهې» ځواکونو د طالبانو پر یوې قرارګاه برید کړی دی.
فرخار ولسوالۍ کې يوې باوري سرچينې اطلاعات روز ته وويل، چې دغه بريد تېره شپه (چهارشنبه، ۶ د تلې) شاوخوا ٧:٣٠ دقیقې د دې ولسوالۍ په «خفدره» کلي کې شوى دى.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، نښتې شاوخوا يو ساعت دوام درلود، چې په پايله کې يې يو طالب وژل شوی او درې نور ټپيان شوي دي.
سرچينې د «مقاومت جبهې» ځواکونو ته د احتمالي مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ويل.
تخار کې د طالبانو ځایي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې هم د تخار په چال ولسوالۍ کې د طالبانو او د «مقاومت جبهې» ځواکونو ترمنځ د نښتې په پایله کې ۶ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.