اطلاعات روز: نورستان کې ځایي سرچینې وایي، ناپیژانده وسله والو په دغه ولایت کې د تېر حکومت د منډول ولسوالۍ امنیې قومندان په ډزو وژلی دی.
د نورستان د منډول ولسوالۍ یو اوسیدونکي ګلاب الدین نن اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې تیره ورځ (چهارشنبه، ۷ د تلې) ناوخته د نورستان ـ لغمان ولایت پر لاره د تیر حکومت پر مهال د منډول ولسوالۍ امنیې قومندان بهرام نورستانی ناپیژانده وسله والو له موټر ښکته کړی او له وهلو ډبولو وروسته یې په ډزو یې وژلی دی.
دی زیاتوي یاد قومندان د لغمان طالب چارواکو له سېلاب ځپلو سره د مرستې په موخه لغمان ولایت ته غوښتی و، چې په لاره له یادې پېښې ښکار شوی دی.
نورستان کې طالب چارواکو هم یاده پېښه تایید کړې او په اړه یې د پلټنو خبر ورکړی دی.
تراوسه د یادې پېښې مسوولیت چا نه دی منلی
د معلوماتو له مخې د بهرام نورستاني په نامه وژل شوی قومندان د طالبانو له خوا د نورستان له لارې د مقاومت جبهې پر اکمالاتو تورن شوی و؛ خو د طالبانو محکمې برائت ورکړی و.
دا لومړی ځل نه دی چې د تیر حکومت پوځیان د ناپیژانده وسله والو له لوري وژل کیږي، له دې وړاندې په کونړ، نورستان، لغمان او ننګرهار ولایت کې هم د تیر حکومت ځینې پوځیان په مرموز ډول وژل شوي وو.