انځور: ټولنیزې رسنۍ

نورستان کې یو کس د یوې میرمنې د تښتونې په تور نیول شوی

اطلاعات روز:  نورستان کې طالب چارواکي خبر ورکوي، چې ځواکونو یې په دغه ولایت کې یو سړی له کندهاره نورستان ته د یوې واده شوې میرمنې د تښتونې په تور نیولی دی.

د نورستان لپاره د طالبانو د والي ویاند سیف الدین لټون نن (شنبه، ۹ د تلې) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې د طالبانو د استخباراتو ریاست امنیتي منسوبینو د ځانګړو عملیاتو پرمهال تیره ورځ د کامدیش ولسوالۍ «ساریت» کلي کې هغه کس نیولی چې دونیمې میاشتې مخکې یی یوه ښځه له څلورو اولادونو سره له  کندهار څخه راتښتولی وه.

هغه وایي، نیول شوي کس په خپل جرم اعتراف کړی او اوسمهال تر څیړنو لاندې دی.

تښتول شوې میرمن چې ځان فرزانه معرفي کوي وایي، له زابل ولایت څخه قندهار ته د مرستو ترلاسه کولو په موخه تللې وه، چی د دغه کس له خوا دوکه شوې او وروسته یی بې هوښۍ حال کې تښتولې ده، چې د دې په وینا په ځان نه ده پوه شوې.

خو د یادې ښځې د تښتونې په تور نیول شوی کس وایي، دغه ميرمن يې په زوره نه بلکی په رضا یې راوستې او د دواړو ترمنځ له پخوا نه تیلفوني اړیکې موجودې وې.

د یادولو وړ ده چې د طالبانو د حکومت په راتګ سره دا ډول پېښې زیاتې شوي، چې لامل یې اقتصادي ستونزې، کورنی تاوتریخوالی او نور لاملونه بلل کیږي.