انځور: ټولنیزې رسنۍ

پروان کې د «مقاومت جبهې» په برید کې پنځه طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

اطلاعات روز: پروان کې باوري سرچینې وايي، چې دغه ولایت کې د طالبانو پر نظامي مرکز د احمد مسعود په مشرۍ د «مقاومت جبهې» برید کې درې طالبان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه بريد تېره شپه (جمعه، ۸ د تلې) د پروان ولايت جبل السراج ولسوالۍ په «سه کوټي» سيمه کې د طالبانو پر قرارګاه شوى دى.

سرچينه زياتوي، چې په دې بريد کې د «مقاومت جبهې» ځواکونو ته زيان نه دى رسیدلی.

پروان ولایت کې د طالبانو سیمه ییزو چارواکو په دې اړه د اطلاعات روز ورځپاڼې خبریال ته ځواب نه دی ورکړی.

جبل السراج د پنجشیر ولایت په ګاونډ کې پرته ولسوالۍ ده. له همدې امله طالبانو په دې ولسوالۍ کې خپل سلګونه ځواکونه ځای پر ځای کړي او د پنجشیر لپاره یې د پوځي اډې په توګه کاروي.