کابل کې لاریون کوونکې ښځې: نسل وژنه جرم دی، چوپتیا خیانت دی

اطلاعات روز: یو شمېر ښځو نن (شنبه، ۹ د تلې) په کابل کې پر هزاره ګانو د بریدونو د دوام پر ضد لاریون وکړ. دغه ښځې بېلابېل شعارونه ورکوي؛ دوی غږ کوي چې «نسل وژنه جرم دی، چوپتیا خیانت دی»، «له جهالت څخه ستړې شوې یو، عدالت، عدالت»، «د هزاره ګانو نسل وژنه بنده کړئ»، «زور زیاتي ته نه» او د «پرمختګ پر لور تګ».

په ورته وخت کې یو شمېر اعتراض کوونکو مېرمنو اطلاعات روز ته په یوه استولي پیغام کې ویلي، چې طالبانو یو شمیر میرمنې چې غوښتل یې لاریون ترسره کړي د دشت برچي په «پل خشک» سیمه کې محاصره کړي دي.

د دغو میرمنو په وینا، په سیمه کې د طالبانو لخوا د ډزو غږونه هم اوریدل شوي دي. مظاهره کوونکو ښځو په دې ډزو کې د چا د احتمالي ټپي کیدو په اړه څه نه دي ویلي.

له بلې راپور ورکړل شوی، چې د طالبانو د ځواکونو له لوري دوې لاریون کوونکې نجونې وهل شوي دي. ویل شوي چې له دغو نجونو تر وهلو ټکولو وروسته روغتون ته وړل شوې ده. دغه ډول سرچينه دا هم وايي، چې طالبانو يو شمېر لاريون کوونکې مېرمنې له ځانه سره وړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د کابل دشتي برچي نقاش سیمه کې د کاج پر ښوونیز مرکز خونړی برید وشو. په دغه برید کې لږ تر لږه ۱۰۰ تنه زده کوونکوونکو مرګ ژوبله واوښته چې زیاتره یې نجونې وې.

دغه برید له پراخو غبرګونونو سره مخ شوی دی. ځینو بیا دا د هزاره ګانو د «نسل وژنې» دوام بللی او طالبان یې یو له اصلي عاملینو بللي دي؛ په داسې حال کې چې تر اوسه کومې ډلې د دغه برید مسوولیت نه دی منلی.

د کاج تعلیمي مرکز (پخوانی موعود) په ۲۰۱۷ کال کې هم د داعش لخوا د ځانمرګو بریدونو په ترڅ کې په نښه شوی و، چې په پایله کې یې شاوخوا ۱۰۰ تنه نارینه او ښځینه زده کونکو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.