د پکتیا او خوست اوسېدونکي: طالبان دې د هزاره وګړو امنيت تامين کړي

اطلاعات روز: تېره ورځ د پلازمینې کابل اړوند دشتي برچي سيمه کې د کاج پر ښوونيز مرکز خونړی برید ترسره شو، چې له امله یې لسګونه زده کوونکو ته مرګ، ژوبله واوښته.

د دغې پېښې ډیری قربانيان د هزاره توکم نجونې او هلکان دي، چې غوښتل يې د کانکور ازمايښتي ازموینه ورکړي.

د پکتيا او خوست اوسېدونکي په رامنځته شوې پېښه خواشيني څرګندوي او د طالبانو له امنيتي ادارو غوښتنه کوي چې د هزاره وګړو د ژوند خونديتوب لپاره کوټلي ګامونه واخلي.

د دوی په خبره طالبان اوس مسوول دي چې په ټول هيواد کې د هر قوم، ژبې او مذهب د پيروانو امنيت خوندي کړي.

د مرکز ګردېز يو اوسېدونکي روح الله اطلاعات روز ته وويل، چې پر هزاره وګړو بريد د هيواد په ټولو قومونو بريد دی.

هغه زياته کړه چې طالبان دې د تېرې ورځې پېښې پلټنه وکړي او په دغه پېښه کې دې ښکېل کسان د قانون منګولو ته وسپاري.

هغه وايي: «په پرونۍ پېښې مونږ ټول غمجن يو او دا د ذليله دښمن ناکامه او غیری انساني کړنه ده، چې مظلوم زده کوونکي يې په نښه کړل نه بښوونکی جنايت بولو او له طالبانو غوښتنه کوو چې د هزاره وروڼو ژوند او مال بايد خوندي شي‌.»

له پکتيا ها خوا د خوست ولايت اوسېدونکي هم په کابل کې د تېرې ورځې پېښه خواشینونکې بولي او نيوکه کوي چې په په هزاره وګړو دا لومړی ځل نه دی چې د دوی په جوماتونو او ښوونيزو مرکزونو دا ډول ناوړه بريدونه ترسره کيږي.

د دوه مندو ولسوالۍ يو اوسېدونکي وويل چې ځينې بهرنۍ ترهګرې ډلې غواړي تر څو په داسې بريدونو سره په افغان خاوره کې د ميشتو قومونو ترمنځ تفرقه رامنځته کړي.

نوموړی وايي: «زمونږ د هيواد دښمنان هيڅکله نه غواړي چې په افغانستان کې دې ټول قومونه په ارامه ژوند وکړي او دوی پلان لري تر څو په يوه بله بهانه د ميشتو قومونو ترمنځ نفاق رامنځته او کورنۍ جګړې ته لاره پيدا کړي، خو زما غوښتنه دا ده چې افغانان بايد د دا ډول شومو اهدافو مخه ونيسي.»

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په خپله ټويټر پاڼه دغه بريد غندلی او عاملينو ته يې د سختې سزا د ورکړې ډاډ ورکړی دی.

په پلازمينه کابل کې په ښوونيز مرکز شوې پېښه په پراخه کچه غندل شوې. طالبانو په وروستيو خپرو کړو مالوماتو کې د ۲۰ زده کوونکو د وژل کیدو او ۳۰ نورو د ټپي کېدو يادونه شوې کړې، خو ولسي سرچینې بیا وایي، چې په دغه برید کې تر ۱۰۰ زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.