د کاج پر ښوونیز مرکز برید په پراخه کچه غندل شوی دی

اطلاعات روز: د کاج پر ښوونیز مرکز برید او د زده کوونکو په نښه کول د افغانستان دننه او بهر په پراخه کچه غندل شوی دی.

د تیرې ورځې (جمعه، ۹ د تلې) خونړي برید یو ځل بیا د کابل ښار ارامي واخیسته او د دې ښار دشت برچي سیمه کې یې د کاج ښوونیز مرکز زده کوونکي په داسې حال کې په نښه کړل چې د کانکور ازمایښتي ازموینې لپاره راټول شوي وو.

په افغانستان کې د ټولنیزو رسنیو کاروونکو، دغلته د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما)، ریچارډ بېنټ، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکونکي، یونیسف، په افغانستان کې د امریکا د سفارت شاردافیرې کرین ډیکر، د بښنې نړیوال سازمان، هیدر بار، پخواني ولسمشر حامد کرزي، د ملي مصالحې د عالي شورا پخوانی رییس عبدالله عبدالله، او یوشمېر سیاسي او مدني فعالانو او طالبانو د دغه برید په اړه غبرګون ښودلی او هغه یې غندلی دی.

یوناما تېره ورځ په یوه تويټ کې لیکلي چې «افغانستان کې د امنیتي وضعیت د خرابیدو په لړ کې په کابل کې یوه بله چاودنه وشوه». یوناما دغه برید «وحشیانه» بللی او ویلي یې دي چې طالبان باید خپلې ژمنې د ټولو افغانانو خوندیتوب په برخه کې عملي کړي.

افغانستان کې د امریکا د سفارت شارژدافیرې کرین ډیکر هم په یوه ټویټ کې دا برید «شرمناک عمل» بللی او لیکلي یې دي: «ټول زده کوونکي باید له وېرې پرته په ارامه فضا کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.»

یونیسف ویلي چې د کابل په لوېدیځ دشت برچي سیمه کې د کاج پر ښوونیز مرکز برید له امله «ترهیدلي» دي. د یونیسف په وینا، دې «وحشیانه» عمل لسګونه تنکي هلکان او نجونې وژلي او ګڼ نور یې سخت ټپیان کړي دي. د پیښې قربانیان پوهنتون ته د لار موندنې په موخه په یوه ازمایښتي ازموینې بوخت وو.

د قربانیانو سره د خواخوږۍ په څرګندولو سره، یونیسف ویلي: «په تعلیمي ادارو یا په دغه چارپیریال کې تاوتریخوالی هیڅکله د منلو وړ نه دی. دا ډول ځایونه باید د جنت په څیر خوندي وي، چې ماشومان وکولای شي زده کړې وکړي، له ملګرو سره وي او د خپل راتلونکي لپاره د مهارتونو د جوړولو په وخت کې د خوندیتوب احساس وکړي. ماشومان او تنکي ځوانان باید د تاوتریخوالي وړ نه دي او نه باید وګرځي.»

دغه راز د بښنې نړیوال سازمان هم د کابل په لوېدیځ دشت برچي سیمه کې پر یوه ښوونیز مرکز د ځانمرګي برید په اړه غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې دا برید د افغانستان د خلکو په ځانګړې توګه د اقلیتونو په ساتنه کې د طالبانو بشپړه ناکامي ښيي.

په جنوبي اسیا کې د بښنې نړیوال سازمان خبریالې سمیرا حمیدي په یوه بیانیه کې ویلي: «د نن ورځې وحشتناک برید په هغو سیمو کې چې په ځانګړي ډول هزاره ګان او شیعه میشته دي، د بریدونو په لړ کې تر ټولو وروستی برید دی چې په افغانستان کې د حاکم دولت په توګه د طالب چارواکو د بشپړې بې کفایتۍ او ناکامۍ یادونه کوي.»

اغلې حمیدي ټینګار کړی، چې د طالبانو د حکومت تر واکمنۍ لاندې باید د ټولو خلکو په ځانګړې توګه د لږکیو ټولنو د امنیت د تامین لپاره سمدستي اقدامات ترسره شي.

د دغه بیان له مخې د طالبانو د حکومت د چارواکو لپاره پکار ده چې په سمدستي توګه د دغو بریدونو په اړه یوه موثره، بشپړه او خپلواکه څیړنه وکړي او دا کار باید د نړیوالو قوانینو او معیارونو سره سم ترسره شي. د دغو ځانمرګو بریدونو په ترسره کولو تورن کسان باید د اعدام له سزا پرته په عادلانه ملکي محکمو کې له عدالت سره مخامخ شي.

خو په بیانیه کې د سمیرا حمیدي له خولې ویل شوي، چې طالبانو نه یوازې دا کار نه دی کړی، بلکې له پامه غورځولی او پر داسې کړنو یې لاس پورې کړی، چې نه یوازې د قومي لږکیو بلکې د ټولو افغانانو ژوند یې له خطر سره مخ کړی دی.

د افغانستان لپاره د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ریچارډ بېنټ هم د کاج پر ښوونیز مرکز ځانمرګی برید «وحشتناک» بللی او غندلی یې دی.

ښاغلي بېنټ په یوه ټویټ کې دا برید په ورته ځایونو کې د داعش د بریدونو تکرار بللی او لیکلي یې دي چې د هزاره ګانو او شیعه ګانو پر تعلیم برید باید پای ته ورسېږي. هغه ټینګار کړی: «د افغانستان پر راتلونکي بریدونه بند کړئ، نړیوالو جنایتونو بند کړئ.»

دغه برید ته د غبرګونونو په دوام سره د بشري حقونو د څار ډلې د ښځو د برخې مسوولې هیدر بار هم دا حمله وحشتناکه او بوږنونکې بللې او په طالبانو یې غږ کړی چې د هزاره ګانو د امنیت لپاره دې پراخې هڅې وکړي.

هغې زیاته کړې: «دا یوه مسئله ده چې طالبان له دغسې حملو سره څرنګه چلند کوي. داسې ښکارې چې دوی د هزاره اقلیت لپاره د امنیت په برابرولو کې سمه دنده نه ده ترسره کړې او نه دي توانېدلي چې له هغو کسانو سره مرسته وکړي چې د دا ډول بریدونو قرباني کېږي.»

د طالبانو د رسمي شمېرو له مخې د کابل دشت برچي سیمې برید کې لږ تر لږه ۲۰ تنه وژل شوي او نږدې ۳۰ تنه نور ټپيان شوي دي.

د دې برید پړه تر اوسه چا په غاړه نه ده اخیستې، خو تر دې مخکې د ورته بریدونو مسوولیت داعش ډلې منلی دی.