اطلاعات روز: د کابل پوهنتون په لیلیه کې سرچینې تاییدوي چې هغه ښځینه محصلانې په دغه لیله کې د خوړو له امله مسمومې شوي چې غوښتل یې نن لاریون وکړي.
یوې سرچینې، چې نه يې غوښتل نوم یې یاد شي، نن (یکشنبه، ۱۰ د تلې) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل، چې یادې ښځینه محصلانې د لیلې شپنۍ ډوډۍ خوړلو له امله مسمومې شوې دي.
د سرچينې په وينا، يو شمېر محصلانې روغتون ته تللې دي. د يادو نجونو د روغتيايي حالت په اړه نور معلومات نشته.
سرچينه وايي، ښايي دغه ښځينه محصلانې د طالبانو په امر مسمومې شوې وي، ځکه نجونو پلان درلود چې نن لاريون وکړي.
د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون يو شمېر ښځينه محصلانو هم پرون د کابل په لوېديځ کې د کاج پر ښوونیز مرکز د بريد په غبرګون کې لاريون کړی وو.
دغه راز يوه ډله نجونو د برچي «شهيد مزاري» په واټ کې لاريون وکړ. خو د ښځو مظاهره د طالبانو له خوا وځپل شوه.
نن سهار طالبانو د هرات پوهنتون د ښځینه محصلانو مظاهره په هوايي ډزو سره تیت و پرک کړه.