اطلاعات روز: پکتیکا کې ځایي سرچینې وایي، چې د دغه ولایت په خیرکوټ ولسوالۍ کې د یوې کونډې ښځې جسد موندل شوی دی.
يوې ځايي سرچينې اطلاعات روز ته د نوم نه ښودلو په شرط وویل، دغه جسد تېره ورځ (شنبه، ۹ د تلې) د خیرکوټ ولسوالۍ په «کوټ سنګ» سیمه کې موندل شوی، چې د لومړنيو معلوماتو له مخې دغه ښځه د کورني تاوتريخوالي له امله وژل شوې ده.
د سرچينې په حواله د دغې پېښې په تور د وژل شوې ښځې د خسرګنۍ دوه غړي هم طالبانو له ځانه سره بوولي دي.
د پکتيکا ولايت لپاره د طالبانورامنيتي مسوولينو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
پکتيکا کې ډيری وخت ښځې د تاوتریخوالي ښکار ګرځي، خو زياتره يې د کلتوري ستونزو له امله پټې پاتې کيږي.