SM

د افغان کلتور خلاف کړنه؛ طالبان پر لاریون کوونکو ښځو وسله پورته کوي

اطلاعات روز: د کابل په لویدیځ کې د کاج پر ښوونیز مرکز د ځانمرګي برید یوه ورځ وروسته یو شمیر میرمنو او نجونو د دغه خونړۍ پیښې په غبرګون کې په لاریونونو لاس پورې کړ، خو طالبانو یې ځواب په ګولیو ورکړ.

د تېرې جمعې په ورځ (۸ د تلې) دوه ځانمرګو بریدګرو د کابل په لویدیځ د دشت برچې نقاش سیمه کې د کاج تعلیمي مرکز په داسې حال کې په نښه کړ چې زده کوونکي د کانکور په ازمایښتي ازموینه بوخت وو.

د اطلاعات روز ورځپاڼې د ورستیو شمېرو له مخې په دغه برید کې د ۴۳ نجونو په ګډون ۴۹ تنه وژل شوي او ۹۷ تنه نور ټپیان شوي دي.

د دغه خونړي برید په غبرګون کې یو شمیر میرمنو د کابل په لویدیځ، د کابل ښوونې او روزنې، بامیان او هرات پوهنتونونو کې د بېلابېلو شعارونو سره په لاریونونو لاس پورې کړ خو، طالبانو په هوایي ډزو او تاوتریخوالي سره د یادو لاریونونو د دوام مخه نیولې او د کابل پوهنتون ترڅنګ یې په ځینو نورو ځایونو کې پر داسې کړنو لاس پورې کړی چې ورسره د احتجاج کوونکو میرمنو او نجونو مخه ډب کړي.

د کاج ښوونیز مرکز ټولګی چې د چاودنې له امله ویجاړ شوی.

د کابل په لویدیځ کې لاریون

پر کاج ښوونیز مرکز د برید په سبا د کابل لویدیځ کې یو شمیر میرمنو د «شهید مزاري» سړک او علي جناح روغتون مخې ته پر هزاره ګانو د بریدونو د دوام پر ضد لاریون وکړ.

دغه ښځو بېلابېل شعارونه ورکول؛ دوی غږ کوه چې «نسل وژنه جرم دی، چوپتیا خیانت دی»، «له جهالت څخه ستړې شوې یو، عدالت، عدالت»، «د هزاره ګانو نسل وژنه بنده کړئ»، «زور زیاتي ته نه» او د «پرمختګ پر لور تګ».

یو شمېر اعتراض کوونکو مېرمنو اطلاعات روز ته په استول شوي پیغام کې ویلي، چې طالبانو په دغه ورځ یو شمیر میرمنې چې غوښتل یې لاریون ترسره کړي د دشت برچي په «پل خشک» سیمه کې محاصره کړې وې.

دوی ادعا کوي، چې طالبانو نه یوازې پر دوی هوایي ډزې وکړې بلکې وهلې ډبولي یې هم دي.

د کاج ښوونیز مرکز د برید په غبرګون کې د میرمنو لاریون چې د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي سره مخ شو.

د دوی په خبره، د دغې مظاهرې فلم اخیستونکي خبریالان د طالبانو لخوا ونیول شول او هغه څه چې دوی ثبت کړي کړي و بیرته یې پاک کړل.

بي بي سي د ژولیا پارسي په نامه د یوې لاریون کوونکې خبرې راخیستي نموړې ادعا کړې چې طالبانو د ټوپک په قونداغ وهلې ده.

هغې ویلي، چې طالبانو د لاریون په یوې ګډون والې برید وکړ دې چې یې د ژغورلو هڅه وکړه په قونداغ ووهل شوه.

یوې بلې لاریون والې ویلي، چې د لاریون وروسته ټولې نجونې د طالبانو لخوا تعقیبیدلې.

دې زیاته کړې، چې طالبان دې هڅه کې دي چې معترضې نجونې بیخي لا درکه کړي او له هیواده یې وتلو ته اړ باسي.

خو طالبانو بیا د لاریون کوونکو د وهلو د ادعا په اړه څه نه دي ویلي.

د کابل تعلیم او تربیې پوهنتون کې د ښځینه محصلانو اعتراض

د کابل لویدځ کې لاریون لا پای ته نه و رسیدلی چې د کابل تعلیم او تربیې پوهنتون ښځینه محصلانو د کاج برید په غبرګون کې لاریون وکړ.

دغو ښځينه زده کوونکو په لوړ اواز شعارونه ورکول او ویل یې، «زده کړې کول ګناه نه ده»، «امنيت زموږ حق دى»، «موږ امنيت غواړو»، «مرګ د علم پر دښمنانو»، «موږ سره يو يو»، «له موږ سره يو ځاى شئ.»

د کاج ښوونیز مرکز برید په غبرګون کې د کابل تعلیم او تربیې پوهنتون ښځینه محصلانو لاریون چې د هزاره ګان د نسل وژنې غوښتنه یې کوله.

دوی په خپلو شعارونو کې د هزاره ګانو د «نسل وژنې» د پای ته رسولو غوښتنه هم کوله.

هرات پوهنتون کې مظاهره

د کاج ښوونیز مرکز د برید په غبرګون کې د لاریونونو په دوام سره د هرات پوهنتون ښځینه محصلانو نن لاریون وکړ، خو طالبانو د دغه لاریون مخه هم ونیوله او په هوایي ډزو سره یې تیت و پرک کړ.

دوی نن (یکشنبه، ۱۰ د تلې) د هرات پوهنتون مخې ته په یوې راټولیدنه کې د «تعلیم او امنیت»، «مه وېرېږئ، مه ویریږئ، موږ ټول له یوبل سره یو» او « پورته شه، پاڅون وکړ، جهالت پای ته ورسوه» شعارونه ورکول.

اطلاعات روز ته په استول شويو ويډيوګانو کې ليدل کېږي، چې طالبان د محصلو نجونو د مظاهرې مخه په هوايي ډزو سره نیولې او احتجاج یې پای ته رسولی دی.

د هرات پوهنتون نجونو لاریون چې د طالبانو لخوا په هوایي ډزو تیت و پرک شو.

د بامیان پوهنتون احتجاج

نن ورځ د هرات پوهنتون ترڅنګ د بامیان پوهنتون ښځینه محصلانو او زده کوونکو هم د کاج ښوونیز مرکز خونړي برید په غبرګون کې لاریون کړی دی.

دوی دا برید د هزاره ګانو «نسل وژنه» بللې او د مخنیوي غوښتنه یې کړې ده.

دغو نجونو د «هزاره ګانو نسل وژنې مخه ونیسئ»، «تعلیم زموږ حق دی» او «نړیوالې ټولنې ویښه شه» شعارونه ورکول.

د لاریون کوونکو له ډلې څخه یو تن اطلاعات روز ته وویل، چې له کلونو راهیسې هزاره ګان په تعلیمي، فرهنګي، دیني او ورزشي مرکزونو کې په نښه کېږي: «نور دغه نسل وژنه او قتل عام بس دی.»

هغه زیاته کړه، چې نړیواله ټولنه باید بیداره شي او نور دغه چوپتیا ماته کړي.

د بامیان پوهنتون نجونې بیا د باندې را وتلي او وایي، چې د هزاره ګان نسل وژنې مخه ونیسئ.

یوه ښځینه محصله بیا وایي، چې په پام کې وه چې په دغه لاریون کې زیات شمیر نجونې برخه واخلي خو د بامیان پوهنتون رییس ډیری نجونې ګواښلې وې.

کابل پوهنتون

کابل پوهنتون کې ځینې سرچینې اطلاعات روز ته وایي، چې یو شمیر نجونو غوښتل چې نن په دغه پوهنتون کې لاریون وکړي، خو د خوړو له امله مسمومې شوې دي.

یادې سرچينې نن (یکشنبه، ۱۰ د تلې) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل، چې ښځینه محصلانې د لیلې شپنۍ ډوډۍ خوړلو له امله مسمومې شوي دي.

د سرچينې په وينا، يو شمېر محصلانې روغتون ته تللې او د روغتیا په اړه یې معلومات په لاس کې نشته.

د سرچینې به خبره، ښايي دغه ښځينه محصلانې د طالبانو په امر مسمومې شوې وي، ځکه نجونو پلان درلود چې نن لاريون وکړي.

د کابل پوهنتون نجونې مخکې له دې چې لاریون وکړي په پټه توګه د خوړو له امله مسمومې شوې دي.

د اعتراضونو ځپلو پر وړاندې غبرګونونه

یو شمیر نړیوالو بنسټونو کابل کې د ښځو د اعتراضونو ځپلو په اړه خپله اندیښنه څرګنده کړې ده.

د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر (یوناما) د کابل په لویدیځ کې د طالبانو له خوا د ښځو د اعتراضونو ځپل د اندېښنې وړ بللي دي.

یوناما ویلي، چې دغلته ښځینه لاریون کوونکې له تاوتریخوالي سره مخامخ شوې دي.

دغه دفتر له طالبانو غوښتي چې د ټولو افغانانو حقونه خوندي کړي او د سوله ییز لاریون د مخنیوي لپاره وسله ونه کاروي.

دغه راز افغانستان کې د ښځو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري ویلي، د طالبانو لخوا له لاریونکوونکو میرمنو سره زور زیاتی او «وحشیانه» کړنه د دې ډلې د زور او ځواک نه بلکې د کمزورۍ نښه ده.

رینا امیري د طالبانو لخوا کابل کې د ښځو د اعترضونو ځپلو په غبرګون کې ویلي، د ویرجنو میندو پر وړاندې د طالبانو دا وحشت وېره او کمزوري ښيي، نه واک او ځواکمنتیا.

اغلې امیري پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې د باور وړ حکومتولۍ غوښتنې باید د ټولنې د تر ټولو کمزوري قشر په ملاتړ ځواب شي، نه د هغوی په ځپلو.

دې زیاته کړې د ویرجنو میندو پر وړاندې دا وحشت وېره او کمزوري ښيي، نه واک او ځواکمنتیا.

د لاریونونو ور ها خوا د کاج پر ښوونیز مرکز برید ته په کور دننه او بهر پراخ غبرګونونه ښودل شوي او دغه پیښه یې په سختو ټکو غندلې او یوه «وحشیانه» کړنه یې بللې ده.