پر کاج د برید قربانیانو په شمیر کې ډیروالی؛ یوناما: ۵۳ تنه وژل شوي او ۱۱۰ ټپیان دي

اطلاعات روز: افغانستان کې د ملګرو ملتونو د معاونت دفتر (یوناما) وايي، د کابل په لوېدیځ هزاره میشتې سیمه کې پر کاج ښوونیز مرکز د وسله وال برید تلفات زیات شوي، چې د وژل شویو شمیر ۵۳ او د ټپیانو ۱۱۰ ته رسیدلی دی.

د یوناما د شمېرو له مخې چې نن (دوشنبه، ۱۱ د تلې) خپرې شوي، په وژل شویو کې لږ تر لږه ۴۶ نجونې او ځوانې ښځې شاملې دي.

دغه دفتر ویلي، چې د یوناما د بشري حقونو ټیم د جرمونو مستند کولو لپاره «د حقایقو د اثبات او د انکار مخنیوي پخاطر د معتبرو ارقامو جمعه کولو ته ادامه ورکوي.»

پرون یکشنبه شپه (۱۰ د تلې) یوې سرچینې اطلاعات روز ته وویل، چې د وژل شویو شمېر ۵۴ او د ټپیانو شمېر ۱۱۲ ته رسېدلی دی.

سرچینې زیاته کړه، چې دا لومړنۍ شمیرې دي او تر اوسه وروستۍ شمېرې نه دي راټولې شوي.

د تېرې جمعې په ورځ (۸ د تلې) دوه ځانمرګو بریدګرو د کابل په لویدیځ کې د کاج تعلیمي مرکز په نښه کړ.

ویل کیږي برید کوونکو لومړی په یو شمیر زده کوونکو د ټوپک ضربې وکړې. تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی.