انځور: ارشیف

د نجونو د اعتراضونو ځپل؛ حیدر بار: طالبان د نجونو له غږ اوچتولو ډارېږي

اطلاعات روز: د بشري حقونو د څار بنسټ د ښځو د برخې مرستیالې حیدر بار د طالبانو لخوا د نجونو د لاریونونو د مخنیوي په غبرګون کې ویلي چې دا ډله د ښځو له غږ اوچتولو ویره لري.

هغه نن دوشنبه (۱۱ د تلې) په یوه ټویټ کې لیکلي: «کله چې محصلانې د چپ پاتې کیدو په موخه  په خپلو لیلیو کې بندوئ، دا د دې ښودنه کوي چې څومره د ښځو له غږ ویریږئ.»

طالبانو د بلخ پوهنتون ښځينه محصلانې د لاريونونو د مخنيوي په خاطر په ليليه او درسي خونو کې بندې کړې وې.

د طالبانو له ممانعت سره سره نجونو د لیلې قلف مات کړ او سړکونو ته راووتلې.

تېره ورځ د هرات او بامیان پوهنتون ښځینه محصلانو په اعتراضونو لاس پورې کړی وو، چې د هرات مظاهره د طالبانو لخوا په ډزو تیت و پرک شوه.

دغه راز د کابل پوهنتون نجونې د مظاهرې د مخنیوي په موخه په پټه ټوګه د دغه پوهنتون په لیلیه کې د خوړو له امله مسمومې شوې وې. د تېرې جمعې په ورځ د کاج ښوونیز مرکز دوو ځانمرګو بریدګرو په نښه کړ، چې له امله ۴۹ تنه ووژل چې ډیری یې نجونې وې.