انځور: استول شوی

کندهار کې يو پلار خپل درې زامن په چړې حلال کړي

اطلاعات روز: د کندهار ډنډ ولسوالۍ د «شيرسرخ» سيمه کې يوه پلار خپل درې زامن په چړې حلال کړي او وروسته يې په پټه خاورو ته سپارلي دي.

ډنډ ولسوالۍ کې سرچینې وایي، ياد کس نقیب الله نومېږي او خپل درې زامن یې چې د ۱۳، نهه او ۶ کلونو په عمر وو د تېرې شنبې (۹ د تلې) په شپه حلال کړي دي.

سرچینه زیاتوي، دغه پلار خپل زامن تر وژلو وروسته په پټه یو ځای ښخ کړي و او له سیمې تللی چې بیا وروسته د طالبانو له لوري نیول شوی او په خپل اقرار کې یې ویلي چې د رواني ستونزو له امله یې په دغه کار لاس پورې کړی دی.

طالبانو دغه درې هلکان تېره شپه بیرته د ښخ شوي ځایه را ایستلي دي.

د يادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم کندهار کې دغه ډول پيښې رامنځته ته شوي دي، څه موده وړاندې د کندهار ارغنداب ولسوالۍ کې یو پلار خپل ځوان زوی په چړې حلال کړی و او له سيمې څخه تښتیدلی و.

د طالبانو راتګ سره هیواد کې خلک له بېلابېلو ستونزو له امله په رواني ناروغیو اخته شوي، چې ډیر کله په داسې کړنو لاس پورې کوي.