اطلاعات روز: خوست کې ځایي سرچینې وایي، د دغه ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې د ځمکې په سر رامنځته شوې شخړه کې څلور کسان وژل شوي دي.
يوې ځايي سرچينې اطلاعات روز ته وويل چې نن سهار (سې شنبه، ۱۲ د تلې) د خوست ولايت تڼيو ولسوالۍ اړوند «داخيو» سيمه کې د دوو کورنيو ترمنځ په ځمکه د راپورته شوې ستونزې له امله شخړه شوې چې د يوې کورنۍ په کې درې او بلې يو کس وژل شوی دی.
د سرچينې په حواله په دغه پېښه کې د شخړې هواري په موخه ورغلي ځينې کسان ټپيان شوي هم دي خو کره شمېر يې نه دی څرګند شوی.
تر اوسه په خوست ولايت کې د طالبانو د امنيې قومندانۍ مسوولينو رسنيو ته څه نه دي ويلي.
د خوست ولايت سربېره په پکتيا او پکتيکا ولايتونو کې ډيری وخت د ځمکې، غره او اوبو په سر شوې ستونزې په شخړو اوښتي چې له امله يې مقابلو لوريو ته پکې مرګ، ژوبله اوښتې ده.