کندهار کې غواګانو ته د لمپي سکین ضد واکسین تطبیقولو کمپاین پېل شو

اطلاعات روز: کندهار کې د طالبانو د زراعت او مالدارۍ مسوولین وایي، دغه ولایت کې یې غواګانو ته د لمپي سکین ضد واکسین تطبیقولو کمپاین پېل کړی چې نږدې ۲۵ زره غواګانې به واکسین شي.

لمپي سکین ناروغۍ چي اوس د کندهار په ګډون د هیواد په ټولو ولایتونو کې خپره شوې تر اوسه یې لسګونه غوا ګانې مړې کړي او لسګونه نورې پرې اخته دي.

کندهار کې د طالبانو د زراعت او مالدارۍ امریت د حیواني روغتیا مسوول ډاکټر محمد فهیم صافي اطلاعات روز ته وویل، دغه کمپاین یې د خوړو او کرنې نړیوالې ادارې (FAO) په مالي همکارۍ پېل کړی چې د کندهار مرکز په ګډون اته ولسوالیو کې به تطبیق شي.

نموړی زیاتوي، د دغه کمپاین پر مهال به کندهار کې ۲۵ زره غواګاني د پوستکي لمپي سکین ویروسي ناروغۍ پر وړاندې واکسین شي او د مرګ له خطر څځه به وژغول شي.

د ډاکتر صافي په خبره، تردې وخته کندهار کې شاوخوا ۹۰زره غواګانې په لمپي سکن (lumpy skin disease) ناروغۍ اخته شوي او له هغې جملې نږدې ۲۳۰۰ مړې شوي دي.

صافي وویل، که څه هم د نورو ولایتونو په پرتله کندهار ته د دغې ناروغۍ واکسین ډېر ورکول شوی خو په خبره یې چې اوس هم ډیرې غواګاني بی واکسینه پاتې کېږي او د مرګ له خطر سره مخ دي.

د یادونې وړ ده چي اوس مهال کندهار کي تر ۹۰زره پورې غواګانې په لمپي سکین ناروغۍ اخته شوي خو دم ګړۍ به یوازې ۲۵زره غواګانې واکسین شي.