ارزګان کې محلي سندرغاړي خیر غوښتلو ته اړ شوي

اطلاعات روز: ارزګان کې ځايي سندرغاړي وايي، د طالبانو راتګ سره یې پر هنر بندیز لګیدلی چې له امله یې اقتصادي ستونزې زیاتې شوي او خیر غوښتلو ته اړ شوي دي.

يو تن محلي هنرمند عبدالباري چې په دواړو سترګو څه نه ویني او ۱۵ کاله کيږي چې له سندرغاړو سره ډول غږوي اطلاعات روز ته وويل، چې تر سياسي بدلون وروسته اړ شوی چې فقر وکړي او خپلې کورنۍ ته ډوډۍ پیدا کړي.

نموړی وایي، چې پخوا به يې له سندرغاړو سره ډول غږوه او له همدې لارې به يې پیسې ترلاسه کولې خو، زياتوي چې اوس د طالبانو لخوا پر سندرو ويلو او اوريدولو بندیز لګیدلی چې ورسره د دوی هنري کارونه هم په ټپه دریدلي دي.

هغه زياته کړه: «د ارزګان ولايت خلک پر موږ باندې راټول وو، زموږ يې ډير ښه استقبال کوه تاسو پوهيږئ چې په اوسنيو شرايطو کې حالت ډير خراب دي موږ په ډير بد وضيعت کې ژوند کوو غوښتنه مو داده چې يا دې ووايي، چې نور سندرې او موسیقي بنده ده او يادې اجازه ورکول شي.»

عبدالباري چې د ارزګان سندرغاړو سره به یې ډول وهه اوس بیکاره دی.

په تېرو شلو کالو کې د افغان سندرغاړو او هنرمندانو لپاره د فعالیت ښه زمینه برابره وه، خو پر افغانستان د طالبانو يو ځل بیا واکمن کيدو سره طالبانو موسيقي حرامه بللې او په ډیرو ځایونو کې یې سندرغاړي وهلي ډبولي دي.

غلام جيلاني وصال د ارزګان یو بل مشهور سندرغاړی دی وايي، چې د طالبانو راتګ سره په دغه ولايت کې سيمه ييزه موسيقي د نامعلوم برخليک سره مخ ده.

هغه زیاتوي، تراوسه نه پوهيږي چې ايا طالبان به دوی ته د کار او فعاليت اجازه ورکړي که نه؟

نوموړی چې له تيرو ۱۳مياشتو راهیسې د خلکو خوشاليو او محفلونو ته د موسيقۍ پروګرامونو ته نه دی تللی وايي، ډير شمير سندرغاړي له هېواده بهر ګاونډيو هېوادونو ته تللي دي.

هغه وايي، اقتصادي ستونزو او پر کار بنديز په روانې ناروغۍ اخته کړی دی.

ارزګان کې محلي سندر غاړي وایي، د طالبانو راتګ سره چا محفلونو ته نه دي غوښتي او له دې امله په رواني ناروغۍ اخته شوي دي.

جیلاني اطلاعات روز ته وویل:« يو شمير د خوښۍ پرګرامونه به وو، موږ به يې دعوت کولو خو کله چې طالبان راغلي، تراوسه موږ په خپل دفتر کې بند پاتې يو. موږ ته هيڅ نه معلوميږي چې ايا موږ ته د کار کولو اجازه شته او که نشته؟ د دوی د يوه ځواب انتظار يو موږ د فعاليت نه ترسره کيدو له امله اوس د اقتصادي ستونزو  سره هم مخ يو ځکه په تيرو وختونو کې موږ د خپل هنر له لارې عاید ترلاسه کوه.»

دغه راز يو بل محلي سندرغاړی فضل الدين يارمل بیا وايي، مخکې به یې د خوشالۍ محفلونه کي سندرې ویلې او خلک به یې خوشاله ساتل خو له کله چي طالبان راغلي هیڅ یوه محفل ته ندي دعوت شوي ځکه پر موسیقۍغږولو باندې بندیز لګیدلی.

هغه چې اوس په ترينکوټ ښار کې په يوه هټۍ کې کار کوي وايي، چې د طالبانو له ويرې يې د سندرو ويلو فکر هم نه دی کړی.

نوموړی زیاتوي، په افغانستان په ځانګړي توګه په ارزګان ولايت کې اوس د موسيقۍ هنر مخ پر ورکيدو دی او که پاملرنه ورته ونه شي په افغانستان کې به موسیقي له منځه ولاړه شي.

د ارزګان محلي سندرغاړی فضل الدین وایي، دې ولایت کې محلي موسیقي د ورکیدو له ګواښ سره مخ ده.

ده وویل: «په تيرو وختونو کې به موږ محفلونو ته غوښتل کيدلو زيات خلک به زموږ په ورتګ خوشاله وو، موږ به ورته موسیقي غږوله اوس خو موږ دومره ويريږو چې د خپل ځان سره سندره هم نه زمزمه کوو نه پوهيږو چې زموږ برخليک به څه وي.»

د ارزګان ولايت د اطلاعات او فرهنګ پخوانی رييس نورمحمدابدالي وايي، د تير جمهوري نظام پر مهال به د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د بیلابیلو پروګرامونو له لارې هنرمندان تمويلول.

د نوموړي په وینا، په اوسنيو حالاتو کې هنرمندان له ستونزو سره مخ دي او د طالبانو  حکومت باید د هنرمندانو هڅونې ترڅنګ، هغوی ته د کار  موندنې هڅه وکړي.

دی وايي، يو شمېر هنرمندان کولای شي چې له موزيک غږولو پرته هم سندرې او ترانې ووايي، د ده په خبره، هنر او موسیقي په افغانستان کې يوه تاريخي مخينه لري او طالبان نه شي کولای چې د افغان موسیقۍ مخه ونيسي.

ارزګان کې د محلي سندرغاړو ثبت شوی ارشیف.

ابدالي زیاته کړه: «په پخوا وختونو کې موږ يو شمېر پروګرامونه درلودل چې له همدې لارې به مو د هنرمندانو مالي تمويل کاوه، اوس موجوده حکومت ته په کار ده چې هنرمندان خپل کار ته پرېږدي، ځکه ټولنه د علم او هنر د لارې پرمختګ کولای شي.»

په ورته وخت کې د ارزګان ولایت مسوولين وايي، دوی هڅه کوي چې سندرغاړو ته د کار زمينه برابره کړي.

د ارزګان ولايت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رييس ملا اغاولي قريشي وايي، چې هنرمندانو ته به داسې يو کاري فرصت چمتو کوي چې د هغوی اقتصادي ستونزې ورسره حل شي.

د اغاولي په خبره: «له دوی څخه مې غوښتنه دا ده لکه څه ډول چې دوی مخکې په هنر کې کار کړی دی او تجربه يې هم په هنري برخه کې ده، اوس دې هم خپل هنري برخې ته دوام ورکړي، خو يو څه باید ووايم چې هغه څه باید وکړي چې د اسلام او شريعت مخالفت نه‌ وي.»

ارزګان کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس وایي، هڅه کوي چې د سندرغاړو ستوزې حل کړي.

طالبانو تراوسه په افغانستان کې د موسيقي فعاليت او يا نه فعاليت په اړه خپل دریځ نه دی څرګند کړی خو، په ډیری ځایونو کې یې سندرغاړي وهلي ډبولي دي او د موسیقۍ الات یې ورته مات کړي دي.

دا مهال د افغانستان زيات سندرغاړو او هنرمندانو د طالبانو له ویرې هیواد پریښی او په بهرنيو هېوادونو کې یې افغان موسيقي ژوندۍ ساتلې ده.