اطلاعات روز: کابل کې د ایمرجنسي روغتون وایي، چې د طالبانو کورنیو چارو وزارت په جومات کې د نننۍ چاودنې له امله ۲۰ تنه دغه روغتون ته لېږدول شوي او دوه تنو یې روغتون په لاره ژوند بایللی دی.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور نننې (چهارشنبه، ۱۳ د تلې) چاودنه تاییدوي؛ خو وایي، چې چاودنه دغه وزارت ته څیرمه یوه فرعي جومات کې شوې ده.
د ټکور په وینا، د کورنیو چارو وزارت کارکوونکي او مراجعین به دغه جومات ته د لمانځه لپاره تلل.
نوموړي په دې چاودنه کې د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.
الجزیرې شبکې بیا خبر ورکړی، چې په دې چاودنه کې درې تنه وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان دي.
دا د تېرې جمعې ورځې راهیسې کابل دوهم خونړی برید دی چې ترسره کېږي.
د تېرې جمعې په سهار (۸ د تلې) د کابل په لویدیځ هزاره میشتې سیمه کې د کاج پر ښوونیز مرکز ځانمرګی برید وشو.
اطلاعات روز یو شمیر سرچینو ویلي، چې په دغه برید کې د وژل شویو شمېر ۵۴ او د ټپیانو شمېر ۱۱۲ ته رسېدلی دی. دا بریدونه په داسې حال کې کېږي چې طالبان وايي، د دوی لویه لاسته راوړنه هیواد کې د سرتاسري د امنیت تامینول دي.