انځور: ګردیز ښاروالۍ

خلک: پکتیا کې د هیواد په کچه جوړېدونکی تفریحي پارک لغوه شوی

اطلاعات روز: د پکتیا ولایت د مرکز اړوند په «تېرې کوتل» سیمه کې د یو افغان پانګوال له لوري د جوړیدونکي تفریحي پارک کارونه بیرته لغوه شوي چې شپږ میاشتې وړاندې یې د بنسټ ډبره ایښودل شوې وه.

دغه پارک چې د ګردېز ښارولۍ تر نظارت لاندې یې د بنسټ ډبره اېښودل شوې وه، ورته دوه میلیونه امریکايي ډالر ځانګړي شوي و، خو اوس یې پر ځای یوازې د یو جومات د رغونې کارونه دوام لري.

د پکتیا ولایت اوسېدونکي وايي، چې روانو چارو ته په کتو لیدل کیږي چې پانګوال او ښاروالۍ د پارک جوړېدو اراده نه لري او اوس په دغه ځمکه یوازې جومات رغول کیږي.

یوې ځايي سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې څرګند شي له اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل، د پلان شوي تفریحي پارک د لغوه کېدو دوه لاملونه موجوده دي.

د سرچینې په حواله لومړی لامل یې د سیمې د خلکو او ښاروالۍ ریاست ترمنځ د ځمکې په سر رامنځته شوې ستونزه ده او دوهم یې هم فساد بلل کیږي.

سرچینه زیاتوي چې په سیمه کې د یو جومات له رغونې پرته تفریحي پارک ته په ځانګړې شوې ځمکه د جوړېدو کوم بل فعالیت نه تر سترګو کیږي.

د پکتیا تېرې کوتل سیمه، چې شپږ میاشتې وړاندې پکې د یوه تفریحي پارک د جوړیدو ډبره کیښودل شوه. انځور: ګردیز ښاروالۍ

په ورته مهال بیا د پکتیا اوسېدونکي په دې اړه اندېښمن دي او وايي، په لومړیو کې ورسره د ښاروالۍ ریاست ژمنه کړې وه چې په تېرې کوتل سیمه کې د یو سوداګر له لوري د هیواد په کچه تفریحي پارک رغوي، خو دوی په دې برخه کې په ښاروالۍ بېلابېل شکونه کوي.

د مرکز یو تن اوسېدونکي سلمان وویل، که د جوړېدونکي پارک په برخه کې فساد نه وي شوی نو ښاروالۍ ریاست دې په دې اړه خلکو ته واضح دلیل وړاندې کړي.

نوموړی همدا راز زیاتوي چې په تېر نظام کې هم د ځینو رغنیزو پروژو د بنسټ ډبرې په نمایشي ډول کېښودل شوې خو وروسته به یې بیا عملي کار نه تر سترګو کېده.

د سلمان په خبره که د نوي حکومت د ښاروالۍ او نورو ادارو د رغنیزو پروژو ترکېدل له توان لوړ وي، نو خلک دې په نمایشي کړنو نه تېر باسي.

هغه وايي: «رښتیا هم مونږ د دې شاهدان یو، چې په تېرې کوتل سیمه کې څو میاشتې وړاندې د یو تفریحي پارک د جوړېدو کارونه پیل شول او د بنسټ ډبره یې کېښودل شوه، خو اوس خبر شوي یو چې هلته یوازې جومات جوړیږي او هغه ملي سوداګر چې میرزا ګټوازی نومېده هغه د پارک له جوړېدو پېښمانه شوی دی. که چېرې پارک جوړ نه شي نو دا د طالبانو د حکومت او د ملي سوداګر لپاره خورا د شرم وړ خبره ده.»

د پکتیا خلک وایي، که د تېرې کوتل پارک جوړ نه شي نو دا د طالبانو حکومت او پانګوال ته د شرم خبره ده. انځور: ګردیز ښاروالۍ

د دغه ولایت یو بل اوسېدونکی داود ګردېزی بیا وايي، د تېرې کوتل سیمه د تفریحي پارک لپاره خورا مناسب ځای دی، خو د هغه په وینا شاید د جوړېدونکي پارک د کار نه پیل لامل د ځمکې په سر د سیمې د خلکو او ښاروالۍ ترمنځ رامنځته شوې ستونزه وي.

نوموړی وايي، دوی معلومات کړي چې د سیمې خلکو په دغه ځمکه افغان پانګوال میرزا ګټوازي او ښاروالۍ ریاست ته یوازې د جومات د جوړېدو اجازه ورکړې وي.

هغه وویل: «د تېرې کوتل کې چې کوم تفریحي پارک جوړېده نو ورته ځانګړې شوې ځمکه خورا مناسب ځای دی، خو دا چې ولې په پارک عملي کار پیل نه شو او یوازې اوس پکې جومات جوړیږي نو لامل یې د ځايي خلکو او ښاروالۍ ترمنځ د ځمکې په سر جنجال بلل کیږي. زمونږ غوښتنه دا ده چې پارک دې جوړ شي او دغه ستونزه دې د ځايي خلکو سره د خبرو له لارې هواره شي.»

و مو غوښتل چې په تېرې کوتل سیمه کې د جوړېدونکي تفریحي پارک د چارو ځنډ په لاملونو د ګردېز ښاروالۍ د طالب مسوولینو نظر هم له ځانه سره ولرو خو له اوږد انتظار وروسته هم ګردېز ښاروال زمونږ پوښتنو ته ځواب رانکړ.

دا په داسې حال کې ده، چې اونۍ وړاندې افغان سوداګر محمد میرزا کټوازي چې د تېرې کوتل په سیمه کې یې د تفریحي پارک د جوړېدو  ژمنه کړې وه پکتیا ته په سفر کې په خپل فیسبوک پاڼه د پارک یادونه نه ده کړې او یوازې یې ویلي: «ښاغلي محمد میرزا کټوازي د پکتیا په تېرا سیمه کې د جوړېدونکي جومات له چارو لیدنه وکړه. دا جومات د ښاغلي کټوازي په شخصي لګښت جوړیږي چې چارې یې نږدې ۹۰ سلنه بشپړې شوې دي او ژر د هیوادوالو پر مخ پرانیستل شي.»

د جوړیدونکي پارک سیمه کې اوس یوازې د یوه جومات د جوړیدو کارونه روان دي. انځور: محمد میرزا فیسبوک پاڼه

د پکتیا ولایت د تېرې کوتل په سیمه کې شپږ میاشتې وړاندې د یو ملي سوداګر محمد میرزا په شخصي لګښت د یو تفریحي پارک د جوړېدو د بنسټ ډبره کېښودل شوه په هماغه مهال ګردېز ښاروالۍ ویلي و، چې دغه پارک به په ۱۰۰ جریبه ځمکه باندې د ۲ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د دوه کالو په موده کې جوړیږي.

ګردېز ښاروالۍ همدا راز په یاد پارک کې د یو جومات، هوټلونو، حوضونو، چوکونو د لوبو میدانونو، د ازادۍ منار او د ځینو نورو اسانتیاوو یادونه هم کړې وه.